بوریوال کاکړ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د خیبر پښتونخوا مشر اکبر خان مشال راډیو ته وویل چې له علي وزیر سره د یو پاکستاني وګړي په توګه توپیري چلند روان دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د مې پر لسمه نېټه مشال راډیو ته وویل چې په دې جلسه کې به خپلو وژل شویو ملګرو ته عقیدت وړاندې کوي او د بندي ملګرو لپاره به غږ پورته کوي.
د پښتوخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان پر روانو سیاسي حالاتو هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د ده په وینا، د ملک د پاته کېدو او پرمختګ یوازېنۍ لاره دا ده چې رښتونی جمهوریت وي.
په هند کې ګڼ شمېر خلکو د مې پر درېمه د اکشیا تریتیا په نامه هغه کلنی جشن ولمانځی چې دوی په ګنګا دریاب کې لمبېږي او سره زر اخلي. دوی وايي په دې ورځ دا دوه کاره ډېره ګټه کوي. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس له ويډيوجوړ راپور وګورئ.
د بشري حقونو خپلواک کمېشن دا بیان تر هغې وروسته خپور کړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله د اپرېل پر ۳۰مه وویل چې د مسجد نبوي د بې احترامۍ په تور به له دایرې شوې مقدمې سره سم د ککړو کسانو پروړاندې کارروايي کوي.
ملګري ملتونه وايي، په تېر کال کې زرګونه خلک اروپا ته د تلو هڅې کولو پرمهال په سمندر کې ډوب شوي دي. دوی وايي دا لړۍ په خطرناکه توګه مخ پر زیاتېدو ده. رویټرز خبري اژانس په دې اړه رپورټ خپور کړی دی .
د ازادې اروپا راډیو مشر جېمي فلای د ګېرېچ پر مړینه "د زښت خپګان" څرګندونه کړې ده او د اپرېل پر ۲۹مه یې په بیان کې ویلي چې نوموړې به د "د هغې مسلکي کار" او د ازادې اروپا راډیو "ماموریت ته د هوډ لپاره تل یاده ساتي."
په بلوچستان کې به له کوټې او لسبېلې پرته په نورو ضلعو کې بلدیاتي ټاکنې د راتلونکې مې میاشتې پر ۲۹مه ترسره کېږي.
په اسټرالیا کې یوه اداره هلته ورغلیو کډوالو مېرمنو ته د ګنډلو هنر ور زده کوي چې روزګار وکړي. دوی له زړو او ضایع کېدونکو جامو نوي شیان جوړوي. کډوالې مېرمنې ډېرې خوشحاله دي چې هم هنر زده کوي او هم ځان ته پیسې ګټي. بوریوال کاکړ د اسوشيېټېډ پریس اژانس د ويډيو پر مټ راپور جوړ کړی دی.
په افغانستان کې طالب چارواکي وايي چې دا هېواد يې د اسلامي دولت يا داعش له وسله والو پاک کړی، خو د امنیتي چارو پوهان بيا یاده ډله په پاکستان کې د امنیت لپاره یو خطر ګني. اسوشیېټېډ پرېس اژانس په یو راپور کې دې ته کتنه کړې چې داعش وسله واله ډله اوس په افغانستان او پاکستان کې په څه حال کې ده؟
مظاهره چیانو د تحریک انصاف د مشر او ليرې کړل شوي وزیراعظم عمران خان هغه خبره تکراروله چې دوی به "له بهره راوړل شوی حکومت" و نه مني.
که چېري اپوزېشن ګوندونو لږ تر لږه ۱۷۲ رایې ورکړې نو عمران خان به وزیراعظمي له لاسه ورکړي. دا په داسې وخت کې ده چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند په بلوچستان کې هم په حکومت شریک دی. هلته بلوچستان عوامي ګوند، تحریک انصاف او ځینې نور ګوندونه ګډ حکومت لري.
د پسرلي له پیل سره سم په چين کې د سیلانیانو شمېر زیات شوی دی. زیاتره خلک هغو سیمو ته ځي چې د ګلونو پراخې کروندې لري. د چین د سیلګرۍ اداره وايي، له دې سره د هغه هېواد اقتصاد ډېره وده کوي. نور د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
د انتخاباتو کمېشن د بلوچستان مشر فیاض حسېن مراد وايي چې په بلوچستان کې به بلدیاتي انتخابات په دوو پړاونو کې ترسره کېږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ ارمان لوڼی د ۲۰۱۹ز کال د فبرورۍ پر دویمه په بوري (لورالایي) کې تر يوې مظاهرې لږ ساعت وروسته په مبينه ډول د پوليسو په تشدد کې وژل شوی وو.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ويلي، پښتنو ته "د ورپېښو ستونزو" په اړه به د خيبر پښتونخوا په بنو ضلع کې د مارچ پر ۱۱مه درې ورځنۍ جرګه کوي. محمود خان اڅکزي له مشال راډيو سره د مرکې پر مهال ويلي چې په دې جرګه کې به د پښتنو د هر ګوند، ټبر او مسلک سره تړلي مخور ګډون کوي او د پښتنو ستونزې او حللار به ټاکي
عمران خان د فبرورۍ پر شپږمه پر ټوېټر ولیکل چې له چیني ولسمشر سره یې ملاقات "ډېر ښه" وو. دی وايي، دوی د دوه اړخیزه ستراتیژیکو او اقتصادي تعلقاتو پر لا پراخولو او د اقتصادي راهدارۍ د دویم پړاو د چارو پر چټکولو سلا شول.
د ټولنیزو رسنیو ځينو کارکوونکو په دې بحث کې ويلي چې د همدې لوبې له کبله پخوا هم د ملک په بېلا بېلو برخو کې ځوانانو او پېغلو یا خودکشۍ کړې دي او یا یې هم نور خلک وژلي دي.
نور وښیئ