بوریوال کاکړ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
په لاهور کې میشت پښتون زده کوونکی مزمل کاکړ وايي چې د پنجاب تعلیمي ادارو کې یوازې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا زده کوونکي په نښه کېږي.
پاکستان انتخاباتو کمېشن د بلوچستان مشر وايي، تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې خو د ده په وینا، داسې امکان شته چې په ټوله صوبه کې پر یوه نېټه بلدیاتي انتخابات وشي.
زلزله ځپلی ملک عمل خان وايي، داسې ښکاري چې حکومت له دوی سره د درواغو وعدې کړې وې. د ده په وینا، ځکه چې تر اوسه یې د سرکار هېڅ عملي کار و نه لید.
په بلوچستان کې د رامنځ ته شویو پېښو زیاتره هغه داسې وې چې امنیتي اړخونه یې هم درلودل. د دې پېښو په ترڅ کې داسې احتجاجونه او ولسي غبرګونونه رامنځ ته شو چې لږ تر لږه د صوبې په تاریخ کې یې ساری کم لیدل شوی وو.
د سیاسي او سیمه ییزو چارو شنونکي وايي، د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره تر نورو هیوادونو پاکستان ته ډېر مخ ور اوړي کوم چې د دوی په وینا، تل د طالبانو لپاره کمپاین کړی دی.
د هند پېغلې هرناز سندو د ۲۰۲۱ز کال ښکلا نړیواله سیالي ګټلې ده. د دې سیالیو پایلې د ډېسېمبر پر ۱۳مه د اسراییلو په ایلات ښار کې اعلان شوې. د رويټرز خبري اژانس ويډيويي راپور
ژبپوهان وايي چې په نړۍ کې دا وخت ګڼ شمېر ژبې د ورکېدو له خطر سره مخامخ دي. په داسې وخت کې د روسیې د یوې وړې ژبې “ماري ” ویونکي هڅه کوي چې خپله مورنۍ ژبه له ورکېدو وژغوري. د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې په دې اړه یو رپورټ جوړ کړی دی. بوریوال کاکړ یې وړاندې کوي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو بندي غړو د خوشي کولو لپاره د پیل کړې احتجاجي لړۍ په سلسله کې د نومبر پر ۲۸مه د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې په هاکي میدان کې پراخه ولسي غونډه وکړه.
د کوټې په هاکي میدان کې د رابلل شوې احتجاجي جلسې هدف د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او د جنوبي وزیرستان پارلماني استازي علي وزیر او د غورځنګ د نورو بندي غړو د خوشي کولو غوښتنه ده.
د هسپانیې په یو ټاپو کې د اورشیندونکي غره نندارې ته په ګڼ شمېر سېلانیان ور مات شوي دي. دا غر له تېرو شپږو اونیو اور وروي چې له کبله یې په زرګونه کورنۍ کډه شوې دي. سېلانیان وايي، هم سیل کوي او هم د پیسو په خرڅولو سره له ځايي اقتصاد سره مرسته کوي.
تحریک لبیک وايي، له تېرو ۱۵ ورځو سوله ییز احتجاجونه کول خو حکومت یې غوښتنې و نه منلې نو ځکه یې پرېکړه وکړه چې د خپلو غوښتنو پوره کولو لپاره یوځل بیا اسلام اباد ته ولاړ شي.
د پاکستان د کرکټ پخوانی لوبغاړی ارشد خان وايي، هند دې نړیوال کپ ته داسې لوبډله لېږلې ده چې په هره برخه کې یې صلاحیتونه تر ډېری لوبډلو زیات او قوي دي.
د اکتوبر پر ۱۵مه شوي دې احتجاج کې شریکو خلکو غوښتنه کوله چې طالبان او پاکستاني چارواکې دې زر تر زره د پولې پرانستلو په اړه ناستې او خبرې سره وکړي.
د افغانستان د "ویل چېر باسکټ بال" تکړه لوبغاړې له کابله تر تلو وروسته په سپېن کې لوبه پیل کړې ده. دا وايي، خوشاله ده چې ژوند یې خوندي دی او اوس به هم هلته په سپېن کې دې لوبې ته دوام ورکوي. رویټرز اژانس په دې اړه ویډیو خپره کړې ده. بوریوال کاکړ یې پښتو بڼه وړاندې کوي.
دا مارکېټ به په ۲۰۲۰ز کال کې ترسره کېدی خو د کورونا وایرس له کبله سږ کال ته وځنډول شو اوس به پکې د ۱۹۲ هیوادونو له خوا خپل ځانګړي نندارتونونه لګول شوي وي.
د ایین له مخې د پاکستان په وفاقي محکمو کې د بلوچستان برخه شپږ فیصده ده چې د اټکل له مخې له ۲۲ تر ۲۶ زره ملازمین جوړېږي خو په دې کې یوازې له ۳۰۰۰ تر ۳۵۰۰ د بلوچستان حقیقي خلک دي، د پاتې زیاتره خلکو تعلق له پنجاب سره دی چې د بلوچستان د بېلا بېلو ضلعو جعلي اسناد یې جوړ کړي دي
په ۱۹۷۰م کال کې د بلوچستان صوبې له جوړېدو راهسې یوازې جام محمد یوسف پکې د پوځي امر پرویز مشرف په واکمنۍ کې له ۲۰۰۲م څخه تر ۲۰۰۷م پورې وزیراعلا پاته شوی وو.
د پاکستان حکومت د چمن پر پوله نه یوازې د تګ راتګ اجازه د دې سیمې تر خلکو محدوده کړې بلکې د هغوی د اوښتو او را اوښتو لپاره یې وخت هم محدود کړی دی.
ټاکل شوې ده چې د کرکټ شل اوریز نړیوال کپ د اکتوبر له ۱۷مې د نومبر تر ۱۴مې په متحده عرب اماراتو او عمان کې ترسره شي.
نور وښیئ