د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د پښتون مېشتو سیمو خلک د څښاک اوبو د کمېدو شکایت کوي


د بلوچستان په کوټه ښار کې ځايي استوګن د کورونو لپاره د څښلو اوبه وړي ــ انځور له ارشيفه
د بلوچستان په کوټه ښار کې ځايي استوګن د کورونو لپاره د څښلو اوبه وړي ــ انځور له ارشيفه

د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو خلک وايي، د وچکالۍ له کبله یې د زراعت تر تباه کېدو وروسته اوس د څښلو اوبه هم ورځ تر بلې پر کمېدو دي.

د دوی په وینا، ځینې ضلعې څه نه څه ښې دي‌ خو په ځینو ضلعو کې حالت دې ځای ته رسېدلی چې خلک په پېسو لا هم ډېر په ګرانه اوبه ترلاسه کوي.

د صوبې مرکز کوټه په هغو سیمو کې شامله ده چې تر مځکه لاندې د اوبو سطح یې اوس دومره کښته شوې چې عام خلک یې د را اېستلو وس نه لري.

د کوټې یو اوسېدونکي‌ سلیم خان د جون پر دریمه نېټه مشال راډیو ته وویل، هلته په مځکه کې یو پلو اوبه نشته او چې شته هغه بیا دومره تروې دي‌ چې د څښلو نه دي. هغه وايي:

"په ټوله کوټه کې د څښلو د اوبو مسله ده،‌ د کوټې اوبه ډېرې کښته شوې دي‌ او بل چې دا هره ورځ د پیټرولو او ډیزلو قېمتونه پورته کېږي له دې سره د اوبو د شپږ سوه روپیو ټېنکۍ اوس دوه نیم زرو ته رسېدلې ده، دا دوه نیم زره د یو غریب د دوو ورځو مزدوري ده نو په دوه نیم زره د اوبو یوه ټېنکۍ اخیستل ډېر ګران کار دی."

څیړونکي: په پاکستان کې د اوبو کمې وچکالي رامنځته کولای شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:54 0:00


سلیم خان وویل، دا اوبه هم یو پلو ډېر په ګرانه پیدا کېږي او چې پیدا شي بیا هم نو صفا اوبه ورته نشي ویل کېدای.

د پشین اوسېدونکي نصیب الله مشال راډیو ته وویل چې د دوی له سیمې خو ګڼ شمېر خلک اوس د اوبو د نیشتوالي له کبله لویو ښارونو ته تللي‌ دي. ده وویل، په ځینو سیمو کې څه نا څه ګزاره کېږي خو په ځینو سیمو کې بیخې د نه برابر دي. هغه وايي:

"دلته یوه ټېنکۍ په زر یا ۱۲ سوه روپۍ ده او د هغه لپاره به هم درې یا څلور ورځې انتظار کوې، بارانونه نشته وچکالي ډېره زیاته ده او سږ کال د نورو کلونو پرتله د خلکو مشکلات لا زیات شوي دي، په جوماتونو کې د خلکو د اودسونو لپاره اوبه نشته."

نصیب الله وویل، پر ښارونو بوج ځکه زیات شوی دی چې په کلیوالو سیمو کې د زراعت تر تباهۍ وروسته خلک ښارونو ته کډې کوي.


لورالايي یو له هغو سیمو ده چې د نورو پرتله وچکالۍ زیاته ځپلې ده. هلته یو شمېر کلي داسې دي چې د وچکالۍ له کبله یې نژدې ټول خلک ښار ته ګډه شوي دي.

د لورالايي یو اوسېدونکي سمیع رحمان د جون پر درېمه مشال راډیو ته وویل، سږ کال د خلکو او په ځانګړې توګه غریبانو مشکلات دومره زیات شوي دي چې وضاحت یې نشي کېدای. ده وویل، یو پلو په مځکه کې اوبه پر ختمېدو دي او بل پلو ورسره د ټېنکرانو مالکان هم د پیټرولو او ډیزلو له ګرانېدو سره قېمتونه پورته کوي. هغه وايي:

"په مځکه کې اوبه ختمې شوې، دوی به چې له غرونو یا صحرا راوړلې هلته هم وچې شوې او بل چې ټېنکروالو ته ووايي نو هغوی یې هم یوه اوونۍ وروسته درته راوړي او دوی هم ملامت نه دي‌ هغه ځکه چې اوبه نشته، حکومت پایپونه واچول او کومې برمې چې ووهلې هغه وچې شوې."

د بلوچستان د پلان جوړونې صوبايي وزیر نور محمد دومړ مشال راډیو ته وویل، هلته چې د څښلو اوبو مسله څومره جدي ده هغومره حکومت ورته بې وسه دی. ده وویل، په صوبه کې ډېمونه جوړ دي‌ خو له کلونو راهسې د باران نه کېدو له کبله دا مسله ورځ تر بلې پسې زیاتېږي.


نوموړي زیاته کړه چې دوی د راتلونکي بجټ لپاره له ټولو ضلعو څخه په دې اړه وړاندیزونه غوښتي دي‌ چې څه ډول له خلکو سره د څښلو اوبو په ترلاسه کولو کې مرسته کېدای شي؟ هغه وايي:

"موږ په باقاعده توګه د صوبايي اسمبلۍ له غړو او د هر ضلعې له چارواکو غوښتي دي‌ چې د خلکو د څښلو اوبو د مسلې د هواري لپاره وړاندیزونه راکړي‌ او موږ به یې ګورو او پر مناسبو وړاندیزونو به عمل کوو چې د خلکو دا مسله هواره شي."

نور محمد دومړ زیاته کړه ، په رسمي غونډو کې به وفاقي حکومت ته هم حالت بیانوي چې هغوی هم د بلوچستان د ولس د دې جدي مسلې په هواري کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG