د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان سېلاب ځپلي وايي حکومت یې تپوس نه دی کړی


 په بلوچستان کې نه یوازې له نژدې دوو لسیزو وروسته د بارانونو لړۍ روانه ده بلکې د لا نورو اورښتونو وړاندوینه شوې ده.
په بلوچستان کې نه یوازې له نژدې دوو لسیزو وروسته د بارانونو لړۍ روانه ده بلکې د لا نورو اورښتونو وړاندوینه شوې ده.

د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د پشکال یا وسې باران او سېلاب ځپلي وايي، حکومت یې تر اوسه نه تپوس کړی او نه یې هم مرسته ورسره کړې ده.

د دوی په وینا، تر مرستې زیات دې ته اندېښمن دي چې که بارانونه زیات شي نو ښايي بیا سېلاب ورباندې راشي.

دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان کې نه یوازې له نژدې دوو لسیزو وروسته د بارانونو لړۍ روانه ده بلکې د لا نورو اورښتونو وړاندوینه شوې ده.

د جولايي له اتمې پیل شویو بارانونو د صوبې په زیاتره سیمو کې مالي او ځاني زیانونه اړولي خو په پښتون مېشتو سیمو کې یې تر ټولو زیات پښین او کلاسیف الله زیات ځپلي دي.

د پښین ضلعې د منزکي کلي اوسېدونکی محمد اعظم وايي، د سېلاب تر ورتګ له ساعت له مخه یې د کورنۍ انسانان ژغورلي خو نور یې د اوبو مخه ونه نیولای شوه. نوموړي د جولايي پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، صوبايي حکومت یې هیڅ تپوس نه دی کړی.

ده وویل، "د کور یو ګېراج راپاته شوی دی، په هغه کې د کور پاته سامان، انسانان او حیوانان ټول ګزاره کوو او هم مو خېمې وهلې دي، بس خېمې که تودې دي که سړې بس موږ پکې اوسو."

بلوچستان کې خلک وايي، سیلابونو یې کورونه ورړنګ کړي دي.
بلوچستان کې خلک وايي، سیلابونو یې کورونه ورړنګ کړي دي.

محمد اعظم وویل، یوازې د پښین مرستیال کمېشنر خېمې ورکړې دي نور هیڅ مرسته تر اوسه نده ورسره شوې.

د پښین د ډبخانزي کلي اوسېدونکي رافع کاکړ مشال راډیو ته وویل، که څه هم د دوی ځاني زیان نه دی شوی خو د لکونو روپۍ کور یې نور د اوسېدو نه دی پاتی شوی. ده وویل ورځ په برنډو کې تېره کړي او شپه د کور په غولي کې کوي، هغه ځکه چې د ده په وینا، د کوټې د نړېدو وېره ده.

هغه وویل، "دېوالونه سوري سوري دي، اوبه ترې وتلې دي، دا ټول کور به اوس له سره جوړو ځکه چې دا اوس برابرېدای نشي، زموږ لوی خاندان دی او د ټولو کورونه هم داسې شوي دي."

رافع کاکړ یو له هغو سېلاب ځپلو دی چې د روانو بارانونو لړۍ او لا نور باران وړاندوینې ډېر اندېښمن کړي دي. ده وویل، حکومت ته په کار ده چې زر تر زره د دوی پر کورونو د ورسم سېلاب مخه ونیي.

نوموړي وویل، "دا اوس چې راغلې دې د دې اوبو مخه بلکل زموږ پر کور سمه ده، که خدای مکړه بیا سېلاب راغلو نو بیا زموږ پر کور راځي، موږ ځايي او حکومتي چارواکو ته خواست کړی خو لا هم تر اوسه د دې اوبو مخه نده نیول شوې."

د پښین تر څنګ کلا سیف الله هغه پښتون مېشته سیمه ده چې باران او سېلاب زیاته ځپلې ده. د جولايي پر اتمه د دې ضلعې په خسنوب سیمه کې تر ټولو زیات مالي زیانونه شوي وو. د دې سیمې یو شمېر کروندګر داسې دي چې ټوله کرونده یې تر سېلاب لاندې شوې او تباه شوې ده.

عبدالرشید هم یو له داسې کروندګرو څخه دی. نوموړي مشال راډیو ته وویل چې د ژوند تکیه یې پر کرلو فصلونو وه او هغه سېلاب ټول له منځه وړي دي.

هغه وویل، "ما ټماټر کرلي وو‌، هغه یې ختم کړل، ګاځرې مې کرلې وې، هغه یې ختمې کړې، مرچې او پیاز مې کرلي وو هغه یې ټول ختم کړل، ما حال ورکړی دی او حکومت به له دې وروسته زما غور کوي."

د بلوچستان سيلاب ځپلي د مرستو غوښتنه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:41 0:00

کلا سیف الله په اوسني وخت کې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو تر ټولو زرخیزه ضلع ده چې په پراخه کچه سبزۍ او نور فصلونه کوي. د دې ضلعې د خسنوب سیمې اوسېدونکی امان الله هم داسې کروندګر دی چې سېلاب یې فصلونه ټول تباه کړي دی.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، "موږ د ټماټر، ګاځرو او مرچو پراخ فصلونه کرلي وو ، هغه ټول اوبو لاندې کړل او ضایع شو او هم داسې مو په کوټو کې د ټول کال لپاره ډېر غنم پراته وو هغه هم د سېلاب اوبو ناکاره کړل، بل مو یوه غوا پاتې وه نور ۲۰ پسونه وو هغه ټول مړه وو."

امان الله هم د پښین د رافع کاکړ په څېر نورو ممکنه سېلابونو ته اندېښمن دی. ده وویل، حکومت که نورې مرستې کوي او که یې نه کوي خو د هغو سیمو دې زر تر زره غم وخوري چې د سېلاب مخه ورسمه ده.

کارپوهان: زیان اړونکي بارانونه د ماحولياتي بدلون نتيجه ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:51:52 0:00

ده زیاته کړه، "له حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ پر سیمه راسم د ناور دې غم وخوړل شي، یا دې ډېم ورته جوړ شي او یا دې پوخ جوړ شي چې اوبه تېرې کړای شي."

یوازې سېلاب ځپلي نه بلکې د نورو سیمو خلک هم پر ټولنیزو رسنیو پر حکومتي چارواکو له دې کبله نیوکې کوي چې د دوی په وینا، سېلاب ځپلي یې له پامه غورځولي دی.

د بلوچستان په اسمبلۍ کې مو د پښین له استازي اصغر علي ترین او د کلاسیف الله له استازي مولانا نورالله سره په دې اړه د خبرو هڅه وکړه خو بریالي نه شو.

په بلوچستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې مشر نصیر احمد ناصر پر رابطه کولو سربېره له خبرو ډډه وکړه.

خو د بلوچستان د زراعت وزیر اسدالله وايي، دوی تر خپله وسه د سېلاب ځپلو مرسته کړې ده. نوموړي د جولايي پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې سېلاب دومره تاوانونه کړي دي چې صوبايي حکومت یې ازاله نشي کولای. ده وویل، وفاقي حکومت ته یې د مرستو خواست کړی او وزیراعظم ورسره ژمنه کړې چې په خپله به بلوچستان ته ورځي.

اسدالله وویل، "د پشکال باران دومره زیات شوی چې د خلکو فصلونه او د سولر نظام ټول تباه شوی دی،‌موږ د دې لپاره له وقاقي‌حکومت څخه د ۵۰ اربه روپيو غوښتنه کړې ده. وزیراعلا قدوس بزنجو اسلام اباد ته تللی او وزیراعظم ورسره ژمنه کړې چې ډېر زر به د بلوچستان دوره کوي."

د زراعت وزیر اسد الله وویل تر اوسه لږترلږه ۷۰ تنه وژل شوي او د نورو په اړه د معلوماتو را غونډولو هڅې روانې دي. ده زیاته کړه چې د ضلعو مرستیال کمېشرانو ته یې دنده سپارلې چې د ځاني او مالي زیان په اړه کره معلومات راغونډ کړي. ده وویل، هر وژل شوي کس ته به ۱۰ لکه روپۍ صوبايي‌ او ۱۰ لکه وفاقي‌ حکومت ورکوي او د مالي زیان په اړه به پرېکړه تر حتمي رپورټ وروسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د موسمیاتو محکمې په بلوچستان کې د لا نورو او شدید بارانونو وړاندوینه کړې ده.

XS
SM
MD
LG