بوریوال کاکړ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
د بيوټمز پوهنتون د مسلم باغ څانګې مشر محمد علي کاکړ د دې فنډ پر منظورۍ خوښي وښودله او دا یې د سیمې د تعلیم لپاره مهم ګام وباله.
د وفاق په مرسته په بلوچستان کې د ۱۰۰ ډېمونو پروژې مشر ابراهیم مینګل وايي، دوی هڅه کوي چې د صوبې په هره ضلع کې تر ټولو مناسبه سیمه کې ډېمونه جوړ کړي.
په سکاټلېنډ کې د زرینو سپیو مېله ترسره شوه. دې مېلې ته د نړۍ له بېلا بېلو سیمو خلک ورغلي وو. رویټرز خبري اژانس په دې اړه رپورټ خپور کړی چې دلته یې پښتو بڼه درته وړاندې کوو.
د څارویو راګرځولو لپاره د کټارو جوړولو ښايي نور ضرورت پاته نه شي. د ناروې یوې کمپنۍ د څارویو راګرځولو لپاره د ټیکنالوژۍ په مرسته داسې یوه ټلۍ جوړه کړې ده چې کروندګر یې له خپلو موبایلونو کارولای شي. نور تفصیل د اسوشیېټډ پریس په دې ویډیويي راپور کې:
په بلوچستان کې د تېر اوړي د سېلاب یو کال پوره شو خو په ځینو بلوڅ مېشتو سیمو کې سېلاب ځپلي لا هم په خېمو کې ژوند کوي. دوی وايي ګرمۍ یې ژوند ډېر ګران کړی دی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په لسګونه زره پاکستانیان پر دې سربېره حج ته ځي چې سږ کال یې لګښتونه ډېر پورته شوي دي. ډېری کسان د پیسو نه لرلو له کبله له حجه بې برخې پاتې شوي دي. حکومتي چارواکي وايي، وجه یې د ډالرو پرتله د روپۍ ارزښت کمېدل دي. د اسوشیېټېډ پریس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
پښتون ژغورنې غورځنګ د دې غړو د خوشي کولو لپاره د جون له درېمې تر نهمې په میرلي او له نهمې راهسې د میرامشاه پریس کلب مخې ته پرلت وهلی چې لا هم دوام لري.
د بلوچستان له بېلا بېلو سیمو پنجاب ته د کویلې وړونکو اتحادیې "ال پاکستان کول سپلایرز اسوسیېشن" مرکزي جنرل سېکرټري خالقداد وطنپال د جون پر نهمه مشال راډیو ته وویل، احتجاج یې له هغه وروسته پیل کړی وو چې د جون پر لومړۍ نېټه په هرنايي کې وسلوالو د دوی ۴۲ لارۍ په نښه کړې وې.
په سوېټزرلېنډ کې د اعصابو ساینسپوهانو او جراحانو د هغه سړي علاج کړی دی چې ۱۲ کاله وړاندې په یو حادثه کې شل شوی وو. دوی وايي، هغه سړي تر هغې وروسته ولاړېدل او تګ پیل کړی دی چې دوی یې حرام مغز د بلوټوت له لارې له مغزو سره وصل کړ. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د بلوچستان د خوراک محکمې صوبايي سیکرټري مجیب پانېزي د جون پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې پخوا به په یوه ایکړ مځکه کې ۲۵ منه غنم کېدل او هغه سږ کال تر ۳۵ منو رسېدلي دي.
په لاتیني امریکايي هېواد چېلې کې خلک په قطارونو کې په درېدو بایسکل جوړ کړی دی. دوی وايي، د دې کار موخه د روسیې نړیوال رېکارډ ماتول ول. په دې اړه د اسوشیېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د بلوچستان د صحت کارډ پروګرام مشر اسدالله کاکړ د مې پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې تر دې وړاندې یې په پاکستان کې د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو جوړولو له ادارې (نادرا) سره هم تړون لاسلیک کړی وو.
د تحریک انصاف مشر عمران خان ټینګار کوي چې پلویان یې د حکومتي، پوځي او شخصي ودانیو په زیانمنولو کې ککړ نه دي. هغه دعوه کوي چې د استخباراتي ادارو کارکوونکو دا کار کړی دی. خو پوځ او حکومت وايي، ويډيويي او نور ثبوتونه ښيي چې د تحريک انصاف ځينې مشران د حملو په پلانولو کې ښکېل ول.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پارلمان د اپرېل پر لسمه نېټه د ځانګړې غونډې په جوړولو سره د ملک د اساسي قانون یا ایین ۵۰مه کالیزه ولمانځله.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیالله لانګو دا څرګندونې تر هغې دوه ورځې وروسته وکړې چې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په بلوچستان کې د واقعیتونو موندلو په اړه رپورټ خپور کړ چې پکې راغلي چې د هغې صوبې په ولس کې د ریاست پر وړاندې غصه زیاته شوې ده.
نور محمد دومړ دا و نه ویل چې د څومره وخت لپاره ورته څومره پیسې بېلې شوې دي خو تر دې وړاندې یوشمېر پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی وو چې وار له مخه ورته څه باندې پینځه اربه روپۍ بېلې شوې دي چې د صوبې ۱۸ لکه کورنیو ته د صحت کارډ له لارې د مفت علاج زمینه برابره کړای شي.
د تحریک انصاف مشر عمران خان د اتحادي ګوندونو له خوا د سپریم کورټ پر درې کسیزه جرګګۍ څرګنده کړې بې باوري غنډلې ده.
د افغانستان د کرکټ بورډ د مارچ پر اوومه په یو بیان کې ویلي چې دا لوبې به د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب اماراتو د شارجې په میدان کې کېږي.
نور وښیئ