د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان اسلام اباد های کورټ ته د سزا ختمولو لپاره خواست کړی


د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان عدالت ته روان دی - انځور له ارشيفه
د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان عدالت ته روان دی - انځور له ارشيفه

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان هغه ته د ورکړل شوې سزا پرضد په اسلام اباد های کورټ کې خواست کړی دی.

دا خبره رویټرز خبري اژانس د اګست پر اتمه د عمران خان د وکیل نعیم پنجوتا له خولې لیکلي ده. پنجوتا هيله ښوولې چې عدالت به یې د اګست پر نهمه، پر درخواست اورېدنه وکړي.

عمران خان د اګست پر پنځمه په لاهور کې له نیول کېدو راهيسې د اټک په زندان کې بندي دی. دا له هغه وروسته ده چې د اسلام اباد سېشن عدالت د توشه خانې په مقدمه کې عمران خان ته د دريو کلونو بند او یو لاک روپیو جرمانې سزا اورولې وه او هغه يې تر راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هر ډول ولسي چوکۍ لپاره نااهله ګرځولی وو.

تحریک انصاف پر عمران خان د درغلیو لګول شويي تورونه ردوي او هغه ته ورکړل شوې سزا پر تعصب ولاړه بولي. د هغه وکيل نعيم پنجوتا د اګست پر شپږمه ادعا کړې وه چې چارواکو ورته له خپل موکل سره د لیدو اجازه نه ده ورکړې. تحریک انصاف پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، د پنجوتا یو ویډیويي بیان خپور کړی دی چې پکې نوموړی وايي چې د اګست پر پینځمه ورته د زندان چارواکو وویل چې له عمران خان سره نه شي لیدلای.

د اټک زندان یا د پاکستان نورو چارواکو د خان د وکیل څرګندونو په غبرګون کې څه نه وو ویلي.

د اسلام اباد د ضلعي او سېشن عدالت قاضي همایون دلاور د اګست پر پینځمه په خپله پرېکړه کې ويلي وو چې عمران خان د خپلې وزیراعظمۍ پر مهال له بهرنيو هېوادونو ترلاسه کړیو ډالیو څخه ځینې له توشه خانې څخه اخیستې او خرڅې کړې يې دي.

په مقدمه کې تور پورې شوی وو چې نوموړي انتخاباتي کمېشن ته د خپلو شتمنیو تفصیل ورکولو پر وخت د هغو ډالیو له پلورلو د ترلاسه شویو پیسو تفصیل نه دی ورکړی. د پاکستانيو رسنيو ترمخه، د هغو ډالیو ارزښت لسګونه مېلیونه روپۍ وو.

د خان پرضد هغه مقدمه د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت د ۲۰۲۲ز کال په اګست کې په انتخاباتي کمېشن کې دایره کړې وه. له توشه خانې پرته هم د خان پرضد لسګونه مقدمې دایرې شوې دي چې نوموړی ټولې سیاسي بولي او پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

خو د اسلام اباد د سېشن عدالت قاضي دلاور په خپله فیصله کې لیکلي دي چې د توشه خانې په قضیه کې پر عمران خان لګېدلی تور "بې له شکه" ثابت شوی دی. نوموړي په پرېکړه کې پولیسو ته د خان د ګرفتارۍ لارښوونه هم وکړه.

XS
SM
MD
LG