د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ نړيوال کپ: د افغانستان او پاکستان لوبډلې تر کوم پړاوه رسېدلی شي؟


د ۲۰۲۳ کال کرکټ نړيوال کپ ټرافي د هند په اګره کې د تاج محل مخ کې ايښوول شوې - انځور له ارشيفه
د ۲۰۲۳ کال کرکټ نړيوال کپ ټرافي د هند په اګره کې د تاج محل مخ کې ايښوول شوې - انځور له ارشيفه

پاکستان به خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر پر شپږمه له نېدرلېنډ سره کوي او افغانستان به د اکتوبر پر اوومه د خپلې لومړۍ لوبې لپاره د بنګله دېش په وړاندې میدان ته وځي.

د کرکټ د یو ورځنیو لوبو نړیوال کپ د اکتوبر له پینځمې د هند په احمد اباد کې د انګلستان او نیوزيلېنډ ترمينځ له سیالۍ پيليږي.

پاکستان به خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر پر شپږمه له نېدرلېنډ سره کوي. افغانستان به د اکتوبر پر اوومه د خپلې لومړۍ لوبې لپاره د بنګله دېش په وړاندې میدان ته وځي.

پاکستان د بابراعظم او افغانستان د حشمت الله شهیدي په مشرۍ خپلې لوبډلې هند ته لېږلي دي. د پاکستان د قومي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او روزونکی کبیر خان وايي، پاکستان پر ځوان او تکړه لوبغاړو مشتمله داسې لوبډله تیاره کړې ده چې د ډېرې ښې لوبې تمه ورڅخه کېږي.

د کبیر خان په وینا د پاکستان لوبغاړي وړتيا له يو بل سره د لوبېدو کافي تجربه لري. "د پاکستانۍ لوبډلې جوړښت ډېره ښه دی. له تېرو دوو کالونو راهیسې په یو ورځنیو او شل اووریزو لوبو کې یوه لوبډله ده چې لوبېږي. بل ورسره په تېز او ورو بالنګ کې ښه بالران دي‌. په بېټنګ کې ډېر تکړه لوبغاړي لرري نو زما په خیال ښه لوبه به وکړي."

پاکستان ښه تیز بالران او د ډېرې وړتيا لرونکي بېټران لري.
کبیر خان

کبیر خان زیاتوي چې له تمریناتي‌ لوبو ښکاري چې په نړيوال جام کې کارېدونکي، د هند کرکټ میدانونه بېټنګ ته ډير جوړ دي. خو د هغه په وينا د پاکستان تېز بالينګ دومره ښه دی چې بېټرانو ته ستونزې جوړولی شي.

د افغانستان ملي لوبډله هم په داسې وخت کې نړیوال کپ کې برخه اخلي چې په دې وروستیو کې یې د بنګله دېش، سري لنکا او پاکستان په څېر لوبډلو په وړاندې په زړه پورې لوبې کړې دي. په دوی کې یې ځينې ګټلې او ځينې یې په کم توپير بايللې دي.

د کرکټ افغان شنونکی او نړیوال کمینټېټر احمد فرهاد فدايي وايي دې وروستۍ کارکردګۍ ته په کتو، دا ممکنه ښکاري چې افغان لوبډله په دې نړیوال کپ کې د تېرو هغو په پرتله ډېرې لوبې وګټي. البته د هغه په وينا افغان توپوهونکي بايد بهتره لوبه وکړي.

فدايي‌مشال راډيو ته وويل چې په مجموعي‌ توګه د افغانستان د لوبډلې قوي اړخ د هغوی سپین بالنګ دی. "په اسیايي‌ میدانونو کې سپین بالنګ د نړۍ تر ټولو خطرناک وي نو له موږ سرهپه نړۍ کې منل شوی راشد خان دی، مجیب الرحمان دی او ورسره محمد نبي او نور احمد دي. د دې ترڅنګ په تېز بالنګ کې فضل الحق فاروقي دی. د افغانستان د بالینګ یوه ستونزه دا وه چې په ورستیو اورونو کې به یې ډېرې منډې ورکولې نو د هغه لپاره د نوین الحق راستنېده ښه زېری دی."

د فدايي په وینا، د افغانستان په بېټنګ کې که څه هم د رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ په څېر وړتیا لرونکي لوبغاړي شته خو زیاته زمه واري به پر هغو لوبغاړو وي چې په منځنیو اورونو کې به لوبه کوي. د هغه په وينا احمد شاه، حشمت الله شهيدي او نجيب ځدراڼ د ښې لوبې وړتيا لري.

افغانستان د نړۍ مشهور او منل شوي ورو بالران لري.
فدايي

له کبیر خان او احمد فرهاد فدايي څخه مې وپوښتل چې د دوی په فکر به نیمو پایلوبو یا سیمي فاینل ته کومې لوبډلې وځي نو کبیر خان وویل: "زما په فکر به هند، پاکستان، اسټرالیا او نیوزيلېنډ هغه لوبډلې وي چې سیمي فاینل ته ووځي."

احمد فرهاد فدایي وویل، زړه خو یې وايي‌ چې افغانستان نه یوازې سیمي فاینل ته ووځي‌ بلکې نړیوال کپ وګټي. خو نوموړي زیاته کړه چې ذهن یې بله وړاندوينه لري. "زما په فکر، هند، اسټرالیا، انګلېنډ او ښايي جنوبي افریقا ووځي‌ او یا کومه بله لوبډله راشي. سري لنکا هم کله نا کله په نړیوال کپ کې حېرانوونکي لوبې کوي.:

دا د کرکټ د یو ورځنیو لوبو ۱۲م نړیوال کپ دی چې د پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه ترسره کېږي. تېر نړیوال کپ په ۲۰۱۹م کال کې شوی وو کوم چې انګلستان ګټلی وو. تر اوسه په ترسره شویو ۱۱ نړیوال جامونو کې اسټرالیا پنځه، هند او ویسټ انډیز دوه دوه خو پاکستان، سري لنکا او انګلستان بیا یو یو ځل دا اتلولي ترلاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG