بوریوال کاکړ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
د نومبر پر درېیمه د پنجاب په وزیراباد کې د تحریک انصاف پر لاریون په ډزو کې یو کس ووژل شو او د ګوند د مشر عمران خان او سېنېټر فیصل جاوېد په ګډون ۱۳ کسان ژوبل شول. هغه ګوند وايي چې یو وسلوال پر لاریون ډزې وکړې او دا یې پر عمران خان "قاتلانه برید" بللی دی.
جنوبي افریقايي لوبډلې په وروستي اوور کې د پینځو لوبغاړو په زیان هدف پوره کړ او هند ته یې په پینځو وېکټو ماتې ورکړه.
د پاکستان نېږدې هر وفاقي حکومت له راتګ سره سم دا منلي چې په بلوچستان کې ظلم شوی او دوی به یې د ازالې هڅه کوي.
هند د اکتوبر پر ۲۳مه د پچې تر ګټلو وروسته پاکستان ته د بیټنګ کولو بلنه ورکړه او هغوی په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې.
د نړیوال کپ د لومړۍ ورځې دویمه لوبه د نیدرلېنډز او متحده عرب اماراتو ترمینځ وه چې نیدرلینډز وګټله. متحده عربي اماراتو په ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۱ منډې جوړې کړې. په ځواب کې نیدرلینډز په وروستي اوور کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو هدف پوره کړ.
د روسیې له خوا د اوکراین د پلازمېنې په ګډون پر یو شمېر ښارونو بریدونه شوي دي. په دې بریدونو کې ځینې داسې ودانۍ هم لګېدلي چې عام خلک ژوند پکې کوي. د روسیې په بریدونو کې تر هغه وروسته زیاتوالی راغلی چې د روسیې او کرایمیا ترمينځ پله باندې چاودنه وشوه. . .
د زده کوونکو سازمانونه وايي د پوهنتون انتظامیه دې په پیسو د داخلو ورکولو پر ځای د مفتو داخلو شمېر زیات کړي چې له غریبو زده کوونکو سره مرسته وشي.
امریکا او ملګرو ملتونو د سېپټېمبر پر ۲۹مه د روسیې د غونډې پلان غندلی دی. امریکايي ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې هېواد به یې کله هم پر اوکراینۍ خاوره د روسیې قبضه په رسمیت و نه پېژني.
د دوی په وینا، که څه هم په ایین کې وزیراعظم د ملک واکمن دی خو په اصل کې نوموړی دومره واک نه لري چې پوځ او جاسوسي ادارې قابو کړي
پاکستانۍ رسنۍ وايي، شریف د سېپټېمبر پر نهمه اسلام اباد های کورټ ته حاضر شو او هلته ورڅخه مشر قاضي اطهر من الله د ورکو کسانو په اړه یوشمېر سختې پوښتنې وکړې.
په بلوچستان کې سېلاب کوټې او د صوبې نورو برخو ته د ګیس رسولو دوه لویې نللیکې لاهو کړې دي او د برېښنا ۲۲۰ ستنې یې وړې یا نړولې دي. د دې تر څنګ په مچ ضلع کې د اورګاډي یو تاریخي پل هم نړېدلی دی چې د بیارغونې چارې یې روانې دي.
په دې احتجاجي تحریک کې عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غوځنګ او نېشنل ډیموکرېټک موومنټ شامل دي.
په بلوچستان کې د سرکاري سکولونو د استادانو اتحادیې د اګست له دریمې د دې لپاره د نه خوړلو هړتال پیل کړی دی چې حکومت یې د ترقۍ او نورې غوښتنې ومني.
د دې ټورنامنټ په لومړۍ لوبه کې افغانستان د سري لنکا لوبډلې ته په اته وکټونو ماته ورکړه.
د بلوچستان د ټرانسپورټي چارو وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ د جولای پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې په زیارت کې وژل شوي کسان "ترهګر" ول. دی وايي، "اوس به نو چې چېرې هم ترهګر وژل کېږي نو د هغوی لپاره به عدالتي کمېشن جوړېږي؟"
د پاکستان کرکټ بورډ دا بیان د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکي هغه کلني کانفرانس په اړه ورکړی دی چې د جولايي پر ۲۵مه او ۲۶مه د انګلېنډ په برمنګهم کې ترسره کېږي.
په بلوچستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې مشر نصیر احمد ناصر پر رابطه کولو سربېره له خبرو ډډه وکړه. خو د بلوچستان د زراعت وزیر اسدالله وايي، دوی تر خپله وسه د سېلاب ځپلو مرسته کړې ده.
په بلوچستان کې له شاوخوا شلو کالو راهسې د پشه کال یا وسې بارانونه د نه برابر دي چې له کبله یې د صوبې زیاتره ضلعې او په ځانګړې توګه پښتنه سیمه له سختې وچکالۍ سره مخامخ ده.
نور وښیئ