اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.
په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه سهار اته بجې عام انتخابات پیل شول چې پکې د انتخاباتي کمېشن په وینا، مېلیونونه وګړي رایې کارولای شي. دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر اوومه د بلوچستان په دوو پښتون مېشته سیمو کې چاودنو ګڼو کسانو ته مرګژوبله واړوله. د انتخاباتي بهیر په اړه دا انځوریزه ګیلري وګورئ.
د جنوبي وزیرستان د انګور اډې احتجاج کوونکي وايي چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له ۱۲مې راهیسې يې د خپلو ۱۸ غوښتنو لپاره پرلت وهلی دی خو حکومت یې لا هم غوښتنې نه دې منلي. د هغوی په غوښتنو کې د پاکستان او افغانستان تر مينځ د انګور اډې پر سرحدي دروازه د پاسپور
د ډېره اسماعیل خان د پولیسو مشر ډي ایس پي محمد عدنان مشال راډیو ته وویل چې دا پولیس له وسله والو سره د ډزو په بدلون کې وژل شوي او ټپي شوي دي.
په پرلت کې ناست یو ځايي قبایلي مشر محمد رسول د جنورۍ پر ۱۹ مه مشال راډيو ته وويل چې له ۷۲ ورځو په دې سخته یخنۍ کې پر احتجاج ناست دي خو حکومتي چارواکي یې غږ نه اوري.
د امن جرګې یو ګډونوال او مشرعبدالله ننګيال مشال رېډيو ته وويل، په جرګه کې دا پريکړه وشوه چې حکومت دې په ټانک کې د وسله والو پرضد عمليات نه کوي او د ده په خبره دوی به وسله والو ته ورځي چې له سيمې دې ووځي ځکه چې دارنګ د دوی پرضد د پوځي عملياتو له کبله عام ولس ته
د ضلعې د پولیسو مشر افتخار علي شاه د ډېسېمبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو او پوځ د ډېسېمبر پر ۲۷مه کې د ټانک په کړي حیدر کلي کې ګډ عملیات وکړل چې پکې د ټي ټي پي یو قومندان ادریس وژل شوی دی.
واڼه ښار تاڼې د پولیسو مشر الله نواز وزیر د ډېسېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل هغه مزدوران د دژه غونډۍ په سیمه کې د پولیسو پوسته جوړوله او تر کار وروسته هم هلته ویده وه چې د ډېسېمبر ۲۲مې پر شپه شاوخوا دوه بجې وسلوالو وویشل.
د ماورای عدالت وژنو او جبري لادرکیو پرضد له بلوچستانه د اسلام اباد پر لوري روان لاریونوال چې ډېره اسماعیل خان ته ورسېدل نو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشر منظور پشتین مور و پلار هم ورسره ملګري شول. د بلوڅانو لاریون په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د ډېسېمبر پر ۱۶مه، د سیمې د مشرانو جرګې له پوځي چارواکو غوښتنه وکړه چې د مارټر ګولۍ ویشتو او د اووه ښځو ژوبلولو پېښه کې ککړو سرتيرو خلاف دې مقدمه دایرکړي.
د خيبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان په درابڼ سيمه کې د ډېسېمبر ۱۲مې تر وسلوال بريد وروسته ځايي خلک په وېره کې دي. په هغه بريد کې ۲۳ پوځيان وژل شوي او تر ۳۰ زيات ژوبل شوي ول.
د پولیسو مشر وايي نښته تر څو ساعتونو پورې روانه وه چې پکې یو پولیس ووژل شو او درې ژوبل شول چې د ټانک روغتون ته لېږدول شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د ډېسېمبر پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال وویل، په وروستیو کې یې په پاکستان کې د شویو بریدونو په اړه د طالبانو حکومت ته معلومات ورکړي دي.
د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان په درابڼ کې د وسلوالو په برید کې د ۲۵ پوځيانو تر وژل کېدو وروسته ځايي خلک وايي، چاودنه دومره زوروره وه چې د خواوشا کورونو کړکۍ او دروازې یې ماتې کړې. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د درابند پوليس تاڼې مشر (اېس اېچ او) ذيشان اقبال په وينا، امنيتي سرتېري هغې سيمې ته د استخباراتي معلوماتو پر اساس د عملیاتو لپاره ورغلي ول او درابند تاڼې شاته په يو سکول کې مېشت ول.
په خیبر پښتونخوا کې تازه پېښې پر داسې مهال شوې دي چې د نومبر پر ۲۵مه پر ښځو د تشدد د ختمولو نړیواله ورځ ولمانځل شوه او له هغه وخت راهیسې پر ښځو د تشدد پرضد ۱۶ ورځنی کیمپېن دوام لري.
اسلم نور د پاکستان حکومت پلوی قومي مشر وو. د جنوبي وزیرستان يو بل ولسي مشر ایاز وزیر له مشال راډيو سره په خبرو کې د اسلم نور پر وژنه خفګان وښود او دا یې د جنوبي وزیرستان لپاره لويه ضايع وبلله.
د ډېره اسماعیل خان د درابڼ پوليسو علي وزير د نومبر پر ۱۴مه ګرفتار کړی وو. نوموړی تر هغې یوه ورځ وروسته پولیسو ونیوه چې د نومبر پر ۱۳مه په چمن کې یې د تاجر اتحاديې او ګوندونو هغه پرلت ته وينا وکړه چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ د پاسپورټ او ويزې لازمي کېدو پرضد د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې روان دی.
نور وښیئ