د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوليس وايي په ډېره اسماعيل خان کې په برید کې دوه سرتېرې وژل شوي


په ډېره اسماعيل خان کې وخت پر وخت د ناامنۍ پېښې رامنځته کېږي. پخوانی انځور.
په ډېره اسماعيل خان کې وخت پر وخت د ناامنۍ پېښې رامنځته کېږي. پخوانی انځور.

د ډېره اسماعيل خان پوليس وايي چې د مارچ پر ۲۱مه په پوټه سيمه کې پر پوځي قافله ځانمرګي بريد کې دوه سرتېري وژل شوي او ۲۲ ژوبل دي.

د ضلعې د پوليسو يوه چارواکی چې له رسنيو سره يې د خبرو کولو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال رېډيو ته وويل چې نن (د مارچ پر۲۱) د ډېره اسماعيل په پوټه سيمه کې پوځي قافله روانه وه چې د ټانک او ډېره اسماعيل خان ترمينځ په پوټه سيمه کې ورباندې ځانمرګۍ بريد وشو.

نوموړي په اړه نور معلومات شریک نه کړل. په ډېره اسماعيل خان کې د ژغورنې ادارې ريسکيو ۱۱۲۲ لخوا مشال رېډيو ته په استول شوي بیان کې بيا ويل شوي چې په بريد کې ګڼ کسان ژوبل دي چې د ضلعې پوځي روغتون ته وړل شوي دي. د حملې ذمه وارې تر اوسه پورې هېچا نه ده منلې.

د روان کال ۲۰۲۴ د فبرورۍ پر پینځمه هم شپې شاوخوا درې بجې د ډېره اسماعيل په درابڼ کې پر چوډه تاڼه وسله والو (چودوان) بريد وکړ چې پکې ۱۰ پوليس سرتېري وژل شوي او شپږ ټپیان شوي وو.

تر دې وړاندې هم په درابڼ کې پر امنیتي ځواکونو يو شمېر حملې شوې دي چې یوه هغه يې د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر پر ۱۲مه شوې وه چې پکې ۲۳ پوځيان وژل شوي او تر ۳۰ زیات ټپیان ول.

د هغې حملې ذمه واري د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې ډلې منلې وه خو د تازه بريد مسوولیت چا لا نه دی منلی.خو دا په داسې حال کې ده چې په خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو بريدونه زيات شوي دي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د مارچ پر ۲۰ ناوخته په بیان کې ويلي چې اته وسلوالو د بلوجستان د ګوادر بندري چارو ودانۍ ته د ننوتلو هڅه وکړه چې امنیتي ځواکونو ووژل. بې اېل اې پر هغه ودانۍ د حملې ذمه واري منلې ده.

تر دې مخکې د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) ويلي وو چې د مارچ په ۱۶ مه وسله والو د شمالي وزیرستان د ميرلي پر پوځي مرکز په ځانمرګي بريد او تر هغه وروسته په ډزو کې د پوځ د دوو افسرانو په ګډون اووه سرتېري ووژل.

د پاکستان پوځ دا نه وو ويلي چې هغه بريد چا کړی وو خو د پاکستانیو طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د برید ذمه واري منلې وه.

بلخوا د پاکستان پوځي او حکومتي چارواکي وايي چې د خيبرپښتونخوا او بلوچستان په يوشمېر سيمو کې يې د وسله والو پرضد عملياتو کې يوشمېر وسله وال وژلي دي.

اسلام اباد تر دې مخکې هم په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور پورې کړی وو چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي تي پي) په ګډون یې نورو وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي او ورڅخه یې د ټي ټي پي د وسلوالو ورسپارلو غوښتنه کړې ده.

خو د طالبانو حکومت وایي چې د پاکستان په شمول هېڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري.

XS
SM
MD
LG