اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د جنوبي وزيرستان په مکين کې د جولای پر ۲۷مه د افغانستان په امنيتي حالاتو رابلل شوې جلسې ته په وينا کې د غورځنګ مشر منظور پښتين وويل چې جنګ د مسلې حل نه دی او بايد ټول اختلافات د خبرو د لارې حل شي.
د پرلتوالو يو مشر شاه فیصل غازي د جولای په ۲۰مه مشال راډیو ته وويل چې د پاکستان امنيتي ځواکونو له تېرو دريو ورځو راهیسې شپږ ځايي ولسي بې ګناه وګړي نيولي دي او نه یې پرېږدي.
د جنوبي وزیرستان انتظامي مشر خالد اقبال د جولای پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، پېښه د جولای ۱۴مې پر سهار د بدر سیمې په نېکځانخېلو کې شوې چې پکې اته کلن ماشوم وژل شوی دی.
د ټانک ضلعې پولیسو مشر وايي، چې له ماشومانو سره یو کېلونا غوندې څیز وو چې پته نه لګي چېرته یې موندلی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د انګور اډې مشر محمد رسول مشال رېډيو ته وویل د دوی د اېم اېن اې علي وزیر په ګرفتارۍ ټول وزیرستان خپه دی. او بل دلته موبایل سیګنل کار نه کوي، په ټوله سیمه کې هسپتال نشته. دلته سړکونه نشته او نور ډېر انساني حقونه نه تر سترګو کېږي، د همدې لپاره مو پرلت وهلی دی.
د مکین اوسېدونکي او پرلتوال وايي چې د چارواکو تر ډاډ وروسته یې پرلت ختم کړ
دا ماشومان د جون په لومړۍ نېټه د تحصيل لده په تنګه بادنزۍ کې له ماین چاودنې وژل شوي ول په هغه پېښه کې او دوه زخميان ول.
دا دوه ځوانان د ځايی خلکو په وينا د اپرېل پر ۲۶مه د شپې ناوخته امنيتي ځواکونو هغه مهال په ډزو وژلي ول کله چې د دوی د يوه دکان مخې ته ناست ول.
د جنوبي وزيرستان په مکين کې د ځايي خلکو او پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالانو احتجاجي پرلت دوام لري. دوی د اپرېل له ۲۶مې د بي بي زی رغزی کلي د هغو دوو وژل شويو ځوانانو مړي هم په پرلت کې ايښي دي چې په وينا يې، د پاکستان امنيتي ځواکونو وژلي دي.
د ځايي خلکو په ادعا، دوه ورځې وړاندې د مکين رغزۍ کې امنيتي ځواکونو د دوکان مخې ته ناستو ځوانانو باندې ډزې وکړې چې پکې دوه ځوانان ووژل شول او يو ټپي شو. خلک ادعا کوي چې دوی هغه عسکر هم پېژندلي چې د دوی په وينا په وژنه کې ککړ دي.
د ځايي خلکو په ادعا، دوه ورځې وړاندې د مکين رغزۍ کې امنيتي ځواکونو د دوکان مخې ته ناستو ځوانانو باندې ډزې وکړې چې پکې دوه ځوانان ووژل شول او يو زخمي شو. خلک ادعا کوي چې دوی هغه عسکر هم پېژندلی چې د دوی په وينا په وژنه کې ککړ دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي دي چې ریاستي ادارې د وسله والو ډلو په لاس د واڼه امنیت خرابوي. دا خبره نوموړي د اپرېل پر نهمه په ښار کې د غورځنګ د مخکښ او د پارلېمان غړي علي وزیر خوشې کولو لپاره جلسې ته په وینا کې وکړه. خو د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر دا تور ردوي. ویډیويي رپورټ.
منظور پښتین تور پورې کړې چې څو ورځې مخکې انتظامي چارواکو د احمدزو وزیرو مشران په دې موخه ورغوښتي ول چې د سیمې د امن چارې دې مقامي امن کميټیو ته حواله کړي.
په ډيره اسماعيل خان کې د جيپونو د ځغل درې ورځنۍ سيالي پای ته ورسېده. دا لومړی ځل وو چې په ياده سيمه کې د جيپونو د ځغل مقابلې وشوې چې پکې نېږدې ۱۰۰ جيپ ځغلوونکو برخه اخيستې وه. د ښځو د برخې سيالي د کراچۍ تشنا پټېل او د سړو د برخې هغه د پنجاب صاحبزاده سلطان وکټله. نور حال په دې ويډيويي راپور کې.
د دواړو قبيلو تر منځ د کړکاڼو پر مځکه دا شخړه له څو کالو دوام لري چې پکې دواړو خواووته مرګ ژوبلې رسېدلي دی.
په ډېره اسماعيل خان کې د جيپونو ځغل درې ورځنۍ سيالۍ د مارچ پر ۲۸مه پای ته رسيږي. د ځغل په دې سياليو کې نيږدې ۱۰۰ جيپ ځغلوونکي برخه اخلي۔ د "ډېره جات" په نوم دې مېله کې نورې لوبې د کورونا وبا له کبله لغو شوي دي. نور حال د اشتياق مسيد په ويډيويي راپور کې وګورئ.
د جنوبي وزيرستان په سره روغه کې ځينې خلک په غارونو کې ژوند کوي. دې غارو ته په ځايي ژبه کې خلوتونه ويل کېږي. دلته اوسېدونکي خلک وايي چې نيکه ګانو يې خلوتونه جوړ کړي ول خو د وسله والو او پوځي عملياتو له کبله مجبوره شول چې په دې غارونو کې ژوند وکړي.
د خیبر پښتونخوا ټانک جنډوله سیمې اوسېدونکو د ډېره اسماعیل خان چاوڼۍ ته مخامخ جي پي او چوک باندې احتجاجي کېمپ لګولی او په ۲۰۰۹ز کال کې د راه نجات په نوم پوځي عملياتو پر مهال د خپلو ړنګو شويو کورونو او دوکانونو معاوضه غواړي. حکومت وايي چې جنډوله کې يې ړنګ شوي ۵۰ سلنه دوکانونه جوړ کړي
نور وښیئ