په ټانک کې د پي ټي اېم د مخکښ علي وزیر خوشې کولو لپاره احتجاج
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) له حکومته غوښتي دي چې د تحریک د یوه مخکښ مشر او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر دې خوشې کړي. وزیر له شاوخوا یو کال راهیسې په کراچۍ کې بندي دی او ورباندې د ریاست پروړاندې د ویناګانو تور دی چې دی یې ردوي. د غورځنګ مشر منظور پښتین د ډېسېمبر پر ۱۲مه د خیبر پښتونخوا په ټانک کې جلسې ته په وینا کې وویل، د علي وزیر او د غورځنګ د نورو غړو تر خوشې کېدو پورې احتجاجونو ته دوام ورکوي. د حنیف پښتین، اوېس ابدال او محب وزیر په ګډون د غورځنګ یوشمېر نور غړي هم د پاکستان په بېلا بېلو زندانونو کې بندیان دي او ورباندې د ریاست پر ضد د ویناګانو او د خلکو پارونو تورونه دي چې غورځنګ یې ردوي. غورځنګ وايي، ټولې هلې ځلې یې قانوني او اییني دي. ویډیويي رپورټ.