پښتونخوا ملي عوامي ګوند (پښتونخوا میپ) د سېبټمبر پر ۱۲مه نېټه له سوېلي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر د کراچۍ له زندانه د خوشې کولو لپاره لاریون وکړ.
پر دې مهال د لاریونوالو وینا وه چې علي وزیر په پښتني خاوره کې تل د ترهګرۍ خلاف غږ اوچت کړی او د کورنۍ ګڼ کسان یې د ترهګرۍ ښکار شوي دي. په سوېلي وزیرستان کې د پښتونخوا میپ یوه مخکښ جمال مالیار لاریونوالو ته په وینا کې وویل، ''چې علي وزیر یې ځکه نیولی دی چې هغه د پښتنو د حقونو خبره ولې کوي؟ علي وزیر په پښتونخوا وطن کې د ترهګرۍ خلاف خبره ولې کوي؟ د بدامنۍ خلاف خبره ولې کوي؟ د برابرۍ او مساوات خبره ولې کوي؟''
مالیار په خپله وینا کې زیاته کړه، ''چې په پاکستان کې د مظلومو قومونو سیاسي مشرانو هم د پاکستان پر پارلېمان، سېنېټ، عدلیه او ایسټېبلشمنټ غږ کړی چې علي وزیر دې پرېښوول شي. نوموړي وویل چې د علي وزیر خلاف دروغجنې مقدمې دې ژر تر ژره ختمې شي. او په ټینګار سره یې وویل چې دوی نور په زندان کې د علي وزیر ساتل ګرسره نه زغمي.''
په واڼه کې د علي وزیر د راپرېښودو دې احتجاجي لاریون ته له شمالي وزیرستانه د صوبايي اسمبلۍ غړي میر کلام وزیر په خپله وینا کې وویل، ''پکار دا وو چې موږ د تعلیم یا نورو ولسي ستونزو د نشتوالي د پوره کولو لپاره احتجاجونه کولای، د بشري سهولتونو د نه لرو خلاف مو کولای، خو بدمرغي دا ده چې زموږ پوره قوم یو کس خوښ کړي چې هغه به له حکومت سره د پاکستان له سرکار سره زموږ خبره کوي، چې زموږ مسلې ورته په ګوته کړي، خو د افسوس خبره دا ده چې نن ولس د هغ نماینده لپاره په احتجاج راوتي چا چې به زموږ غږ سرکار ته رساوه. نوموړي د علي وزیر ګرفتاري د موجوده حکومت لپاره د شرم خبره وبلله.''
میر کلام وزیر پر حکومت غږ وکړ چې بې له ځنډه دې د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر پرېږدي، ده وویل چې احتجاجي لاریون د پاکستان له ریاسته، د پاکستان له وفاقي حکومته، د خیبر پښتونخوا له صوبايي حکومته غوښتنه کوي چې علي وزیر دې ژر تر ژره خلاص کړي. نوموړي وویل چې د علي وزیر عدالتي کارروايي دې ژر تر ژره سرته ورسېږي او په زغرده دې یې فیصله واورول شي.
د سوېلي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي وینا وه چې د علي وزیر د پرېښودو اختیار له دوی سره نه له عدالت سره دی او پکار ده چې پښتونخوا میپ عدالت ته رجوع وکړي.
علي وزیر ناروغه دی
علي وزیر د ملا او شکرې ناروغي لري او وکیل قادر خان یې عدالت ته خواست کړی وو چې د هغه درملنه دې په روغتون کې وشي. په ورستي ځل چې علي وزیر عدالت ته وړاندې کړل شو نو نوموړی په ویلچیېر کې ناست وو.
د سیند صوبې د کراچۍ په مرکزي زندان کې د بندي علي وزیر وکیل قادر خان اېډوکېټ د سېپټېمبر پر څلورمه نېټه مشال راډیو ته ویلي ول، د جيل چارواکو او ډاکټرانو هم د علي وزیر د ناروغۍ په اړه رپورټ عدالت ته وړاندې نه کړ او نه هم د جيل ډاکټر عدالت ته حاضر شو.
ده وویل، د علي وزیر د ناروغۍ په اړه یې په تېره اورېدنه کې عدالت ته خواست کړی وو چې د هغه دې علاج په سمه او ښه توګه وشي.
قادر خان ايډوکېټ زیاته کړه، "عدالت علي وزير ته ور پېښې ناروغۍ په اړه جيل سپرټينډنټ ته امر کړی وو چې د علي وزير دې بيا معانيه وشي او رپورټ دې عدالت ته وړاندې کړل شي."
خو د قادر خان په وینا، نه د جيل چارواکو د سېپټمبر څلورمې په اورېدنه کې هغه رپورټ عدالت ته وړاندې کړ او نه هم د جيل ډاکټر عدالت ته حاضر شو.
علي وزیر د ۲۰۲۰م کال د ډېسېمبر له ۱۶مې بندي دی. پر هغه تور دی چې د تېر کال د ډېسېمبر پر شپږمه یې د کراچۍ په سهراب ګوټ کې جلسې ته په وینا کې د ریاست ضد خبرې کړې وې.
خو د علي وزیر وکيل قادرخان ايډوکيټ او پښتون ژغورنې غورځنګ دا تورونه ردوي. دوی وايي ، علي وزير د ریاست خلاف نه دی بلکې په سوله ییزه توګه د پښتون قام اییني حقونه غواړي.
له علي وزير سره نيول شوي په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ټول غړي په ضمانت خوشي دي. د ده په ضمانت د خوشي کيدو خواست د ترهګرۍ ضد عدالت او سيند هايي کورټ رد کړی دی.
پښتون ژغورنې غورځنګ د هغه د ضمانت درخواست د ۲۰۲۱م کال د جون پر ۲۶مه سپریم کورټ ته وړاندې کړی وو چې تر اوسه یې یوازې یوه اورېدنه شوې ده.