اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.
مظاهرې ته د وینا پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل: "پښتون قام د ریاست لخوا په لوی لاس محکوم ساتل شوی دی. خلک د خپلې سیمې د بدې ورځې په اړه هم خبرې نه شي کولی، تر دې حده دوی په ډار کې ساتل شوي دي."
وزیراعظم شهباز شریف په خپله وینا کې دا هم وویل چې د ترهګرۍ پېښې د پرمختګ او ابادۍ مخه نیسي نو حکومت یې د ترهګرو د فعالیتونو د مخنیوي په موخه کوټلي اقدامات کړي دي.
د ډېسمبر پر ۲۳مه ترسره شوې دې احتجاجي مظاهره کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د غورځنګ نور مخکښان او ګڼ شمېر غړي هم شریک وو.
د لکي مروت د پولیسو ویاند شاهد حمید مشال راډیو ته وویل چې پولیسو او امنیتي ځواکونو تر حملې وروسته په سیمه کې د وسلوالو د لټون لپاره عملیات پیل کړي دي.
د جنوبي وزيرستان د مسیدو په سیمه کې ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې د پولیو ټیمونه نه دي ورغلي. هلته روغتیايي کارکوونکو د ناامنۍ له کبله د پولیو يا ګوزڼ واکسیني څاڅکو ډلو په کيمپېن کې له برخې اخيستو انکار کړی وو.
تر اوسه پورې د پاکستان پوځ دا نه دې ويليچې د پوځي استخباراتو (ميليټري اينټيليجنس) دغه غړي ولې په بدلو جامو او د غيرمسووله وسله والو په شان ګرځېدل؟
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال له ډېسېمبر راهیسې د ریاست (دولت) ضد ویناګانو او د خلکو پارولو په تور بندي دی. نوموړی او غورځنګ دا تورونه ردوي او مقدمې سیالي بولي.
د مکین سیمې تاڼېدار فرحان خان د ډېسېمبر پر لسمه مشال راډیو ته د پېښې پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې دا پېښه د مکین په خوجي کلي کې شوې ده.
د پاکستان حکومت له ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د روان کال د جون پر لومړۍ نېټه اوربند تر نامعلومې مودې غځولی وو. خو ټي ټي پي د نومبر پر ۲۸مه په پاکستان کې د حملو بیا پیلولو اعلان وکړ. هغې ناقانونه ډلې په تېره شاوخوا یوه اوونۍ کې د یوشمېر حملو ذمه واري منلې ده.
د خیبر پښتونخوا د پولیو مخنیوي پروګرام ادارې په دوو پړاوونو کې د صوبې په ډېریو برخو کې د پوليو څاڅکو واکسیني کیمپېن ته دوام ورکړی دی چې لومړی پينځه ورځنی کيمپېن يې د نومبر له ۲۸مې او دويم پينځه ورځنی کيمپېن يې د ډېسېمبر پر پینځمه پيل کړ.
د پولیسو لخوا د ډېسېمبر پر پينځمه مشال راډيو ته د ورکړل شویو معلوماتو تر مخې، حاجي عبدالصمد او ګران وزير يې د رياست ضد د خلکو پارونې او په جلسو کې د امنيتي ځواکونو ضد د ویناګانو کولو په تور نيولي دي.
د ډېره اسماعیل خان انتظامي مشر انعام وزیر د ډېسېمبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، له پرلتوالو سره یې دوه ځلې مذاکرات کړي دي او ورته یې د خپلو هڅو ډاډ ورکړ. دی وايي، په یوه اوونۍ کې به د انصاف شاه په اړه معلومات وکړي.
اسلام اباد تر عملیاتو او خپلو کلیو ته د خلکو تر ستنېدو وروسته د بحالۍ چارو او اغېزمنو ته د تاوانونو ورکولو بهیر ته دوام ورکړی دی خو د جنوبي وزیرستان د مسیدو سیمو مشران وايي، ګڼې کورنۍ لا هم له مالي مرستو بې برخې دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ او یوشمېر سیاسي ګوندونو د نومبر پر ۲۷مه په ټانک کې د ناامنۍ ضد احتجاجي جلسه وکړه. جلسې ته سلګونه کسان ورغلي ول او له انتظامیې څخه یې د امنیت ټینګښت غوښتنه وکړه. پولیس وايي، په ښار کې حالات ښه دي او دا چې هېڅوک د امنیت خرابولو ته نه پرېږدي. ویډیويي رپورټ.
د ملي جمهوري غورځنګ یوه مشر ندیم عسکر مشال راډیو ته وویل، په احتجاج کې د ګڼو خلکو ګډون د "ترهګرۍ پرضد د ټولپوښتنې (رېفرنډم) معنا" لري. دی وايي، ریاست دې د امنیت په اړه خپله ذمه واري پوره کړي.
د لکي مروت قبایلي مشران وايي، د امنیت ساتل د ریاست زمه واري ده نو ځکه دوی غوښتنه کوي چې ریاستي ادارې دې د دوی په سیمه کې د وسلوالو د منظمېدو مخه ونیسي.
د پولیسو ویاند شاهد حمید مشال راډیو ته وویل، پېښه د نومبر پر ۱۶مه سهار په شهابخېلو سیمه کې شوې ده. د ده په خبره، وسلوال چې وار له مخه پټ ناست ول، د عباسي څوکۍ د ګزمې پر ګاډي یې ډزې وکړې او پولیسان یې ووژل.
لاریون چې کله له رستم بازاره پیل شوی نو ګډونوالو یې په داسې ولوله د پورته کېدونکو شعارونو ځوابونه ورکول چې د بد امنۍ پرضد غصه پکې له ورایه ښکاریده.
نور وښیئ