د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وايي بر جنوبي وزیرستان کې پر یو کور د راکټ مرمۍ لګېدو پېښه کې ۱ ښځه او ۱ ماشومه وژل شوې ده


د پولیسو سرتېري د لدا تاڼې مخې ته پهره کوي - پخوانی انځور.
د پولیسو سرتېري د لدا تاڼې مخې ته پهره کوي - پخوانی انځور.

پولیس وايي، د بر جنوبي وزیرستان په شکتوی کې پر یو کور د راکټ یا مارټر مرمۍ لګېدو په پېښه کې یوه نهه کلنه ماشومه او یوه ښځه وژل شوې ده.

د لدا تحصیل د پولیسو مشر هدایت الله د اپرېل پر ۲۲مه شپې مهال مشال راډیو ته وویل چې پېښه د سې شنبې (نهې) مازیګر مهال په تریخ تلي کلي شوې ده چې پکې دوه ښځې او درې ماشومانې ټپي شوې هم دي.

دی وايي، ډاکترانو د ژوبلو ابتدايي طبي مرسته کړې، روغتیايي وضعیت یې ښه دی او که اړتیا وه نو د نورې درملنې لپاره به یې بنو ته ولېږدوي.

د سیمې یو ولسي مشر سعید انور مشال راډیو ته وویل چې د پېښې پر مهال په سیمه کې سختې ډزې روانې وې.

دی وايي، پر کور د مارټر مرمۍ لګېدو په پېښه کې څاروي هم وژل شوي دي.

انور وايي، پخوا یې هم له چارواکو غوښتي ول چې امنیتي سرتېري دې د وسلوالو پرضد د عملیاتو او یا ورسره د نښتو پر مهال پر رهایشي سیمو د توغندیو ویشتلو مخنیوی وکړي.

دی زیاتوي چې په جنوبي وزیرستان کې د پوځ مشر ورسره په وروستیو کې ژمنه کړې وه چې د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي خو پر دې سربېره وخت په وخت دا ډول پېښې کېږي.

د پولیسو چارواکی هدایت الله وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې مرمۍ له کومې خوا ویشتل شوې خو زیاتوي چې پلټنې یې پیل کړې دي.

په جنوبي وزیرستان کې پوځي چارواکو لا د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د خیبر پښتونخوا په جنوبي او شمالي وزیرستانونو کې خلکو په تېرو وختونو کې د پوځ د توغندیو په حملو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد احتجاجونه هم کړي دي.

خو د دواړو سیمو انتظامي او امنیتي چارواکي وايي چې د وسلوالو پرضد د کاروایو پر مهال د خلکو د ژوند او مال خوندیتوب ته پام کوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG