د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د ایران د توغندیو او ډرونونو پروګرام د ملاتړ په تور پر ۳۲ کسانو او ادارو بندیزونه لګولي

تازه شو

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک په لرغنتون کې یوه بې پیلوټه الوتکې نندارې ته ایښې ده - د نومبر ۱۲مې انځور.
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک په لرغنتون کې یوه بې پیلوټه الوتکې نندارې ته ایښې ده - د نومبر ۱۲مې انځور.

امریکا د ایران د بیلېسټېک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د تولید ملاتړ په تور په یوشمېر هېوادونو کې پر ۳۲ کسانو او ادارو بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د مالیې وزارت د نومبر پر ۱۲مه وویل چې هغه بندیزونه په ایران، متحده عربي اماراتو، ترکیې، چین، هانګ کانګ، هند، جرمني او اوکراین کې پر مېشتو کسانو او ادارو لګوي.

وزارت په بیان کې ویلي، هغه کسان او ادارې د ایران د توغندیو او ډرونونو جوړولو د پروګرام ملاتړ لپاره د سامانونو او الاتو اخیستو چارې پر مخ لېږدوي.

وزارت داراز ویلي، "هغه شبکې په منځني ختیځ کې امریکايي کارکوونکو یا پرسونل او متحدانو او په سري سمندرګي کې د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ ګواښي."

بیان د ترهګرۍ او مالي استخباراتو چارو لپاره د مالیې وزارت مرستیال جان کې هرلي له خولې کاږي، د "ولسمشر ډانلډ ټرمپ په لارښوونه پر ایران شدید فشار اچوي چې اټومي پروګرام یې ختم کړي."

واشنګټن او اروپايي اتحادیان یې او اسراییل دعوه کوي چې تهران د اټومي پروګرام له لارې د وسلو جوړولو وړتیاوې زیاتوي خو ایران په بیا بیا ټينګار کړی دی چې اټومي پروګرام یې سوله ییزې موخې لري.

د امریکا په ګډون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پینځه دایمي غړو او جرمني په ۲۰۱۵ز کال کې له تهران سره "جامع اټومي موافقه" وکړه چې پکې راغلي ول چې ایران به د اورانییمو غني کول محدودوي او په بدل کې به ورباندې اقتصادي بندیزونه لیرې کېږي.

خو امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ز کال کې د ولسمشرۍ لومړۍ دورې پر مهال هغه "تر ټولو بد تړون" وباله او په یو اړخیز ډول ورڅخه ووت.

البته د روان کال په اوړي کې تهران له اروپايي ټولنې، برېتانیا، فرانسې او جرمني سره د خپل اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړې خو په هغه برخه کې پام وړ پرمختګ و نه شو.

XS
SM
MD
LG