د مهاجرت نړېواله اداره (ای او اېم) وايي د لیبیا په سواحلو کې د کډوالو په ډوبې شوې کښتۍ کې د ۴۲ کسانو د وژنې ګومان کېږي.
رویټرز خبري اژانس د مهاجرت نړېوالې ادارې په حواله د نومبر پر ۱۲مه خبر ورکړی دی چې د نومبر په درېیمه د کډوالو دغه کښتۍ، چې ۴۹ کسان پکې سپاره ول، د البوري په نامه د تېلو راايستلو یو ځای سره نیږدې ډوبه شوې وه.
د لیبیا چارواکي وايي له هغو ۴۹ کسانو څخه يې اووه ژغورل شوي دي.
د مهاجرت نړیوالې ادارې ویلي دي چې دا کډوال د سوډان، نایجېریا، کېمرون او سومالیا دي.
ای او اېم وايي، د سږ کال (۲۰۲۵ز) له پیل راهیسې نېږدې ۱،۴۰۰ کډوال د مدیتراني سمندرګي له لارې اروپا ته د رسېدو په هڅه کې مړه شوي دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۴ز کال کې اروپا ته د تګ پر مهال په مدیتراني سمندر کې د وژلو شویو کسانو شمېر ۴۵۲۲ وو.
تر دې وړاندې د اکتوبر پر ۲۴مه د ترکيې له سواحلو سره نېږدې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي ول.
د ترکیې د ساحلي ساتونکو په وینا، هغه جاله (ربړي کښتۍ) د بودروم ښار سواحلو ته نېږدې ډوبه شوې وه چې یو قاچاقبر هم پکې وژل شوی وو. دا سیمه د اروپايي هېواد یونان له کاس ټاپو څخه پينځه کيلوميټره واټن لري.
د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې یو افغان کډوال او یو بل کس ژوندي پاتې شوی ول.
د افریقا، منځني ختیځ، افغانستان او جنوبي اسیا اوسېدونکي هم وخت په وخت پر ځمکنیو او سمندري لارو په ناقانونه ډول اروپا ته د تګ هڅې کوي چې وخت په وخت په خونړیو پېښو کې ورته مرګژوبله اوړي.