ایران او امریکا د اپرېل پر ۱۲مه د عمان په پلازمېنه مسقط کې د تهران د اټومي پروګرام په اړه د لوړې کچې خبرې وکړې.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د دواړو هېوادونو ترمينځ په هغو "تعميري" خبرو اترو کې د بهرنیو چارو وزیر سيد عباس عراقچي د ایراني پلاوي او د منځني ختیځ چارو لپاره د امريکايي ولسمشر سلاکار سټیف وېټکوف د امریکايي پلاوي استازيتوب کاوه.
وزارت زياته کړې ده چې تر "غير مستقيمو" دوه نيم ساعته خبرو وروسته دواړې خواوې پر دې سلا شوې چې راتلونکې اونۍ به نورې خبرې کوي.
تر دې وړاندې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د اپرېل پر ۱۲مه پر اېکس پاڼه ليکلي ول چې د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمينځ "غیر مستقیمې" خبرې پیل شوې دي.
نوموړي زياته کړې وه: "د ايران او امریکا استازي په جلا جلا تالارونو کې ناست دي، او دواړه خواوې خپل نظرونه او دریځونه د عمان د بهرنیو چارو وزیر له لارې یو بل ته رسوي."
خو وروسته د ايران د بهرنيو چارو وزارت وويل چې تر مذاکراتو وروسته عراقچي او وېټکوف د بدر البوسعیدي په موجودګۍ کې د لنډ وخت لپاره سره "وغږېدل".
د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي هم تر خبرو وروسته پر خپله اېکس پاڼه وليکل چې هغه ویاړي چې د عراقچي او وېټکوف د خبرو کوربه توب او منځګړتوب يې وکړ.
نوموړي زياته کړه: "زه له خپلو دواړو همکارانو مننه کوم چې دا تعامل یې په یوه دوستانه فضا کې ترسره کړ، داسې فضا چې د نظرونو د نېږدې کولو او په پای کې د سیمې او نړۍ د سولې، امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره مناسبه وه. موږ به له یو بل سره کار ته دوام ورکړو او خپلو هڅو ته به دوام ورکړو چې دغه هدف ته ورسېږو."
امريکا لا تر اوسه په رسمي ډول د دې خبرو اترو په اړه څه نه دي ويلي، خو د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اپرېل پر اوومه په سپینه ماڼۍ کېد وينا پرمهال ويلي ول چې که د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې بریالۍ نه شي، نو تهران به له "ستر خطر" سره مخامخ شي.
نوموړي زياته کړې وه چې امريکا به له ایران سره په یوه "ډېره لويه غونډه" کې د لوړې کچې "مستقیمې" خبرې وکړي، خو هغه وخت هم د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي ويلي ول چې دا خبرې به "غیر مستقیمې" وي.
عراقچي د اپرېل پر اوومه زياته کړې وه: "دا هم یو فرصت دی او هم یو ازموینه. اوس توپ د امریکا په میدان کې دی."
ایران ټینګار کړی وو چې تر هغو به له واشنګټن سره مستقیمې خبرې ونه کړي تر څو د ټرمپ د "تر ټولو زيات فشار" کيمپېن دوام لري.
ټرمپ د اپرېل پر اوومه په سپينه ماڼۍ کې د اسراییلو له وزيراعظم بنیامین نتنیاهو سره يو ځای په یوه نااعلان شوې خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې ایران باید د اټومي وسلو د جوړولو اجازه و نه لري.
نتنیاهو هم د خبري غونډې پرمهال لنډه تبصره وکړه او له ایران سره يې د لیبیا په څېر د هوکړې کولو ملاتړ څرګند کړ. د نوموړي اشاره د ۲۰۰۳ز کال هغې هوکړې ته وه چې پکې لیبیا ومنله چې د ډله ییزې وژنې د وسلو پروګرامونه به پای ته ورسوي.
بلخوا ایران ټینګار کوي چې د دوی اټومي پروګرام یوازې د ملکي موخو لپاره دی او له پخوا راهیسې یې د لیبیا په څېر هوکړه رد کړې ده.
تهران په ۲۰۱۵ز کال کې له نړيوالو ځواکمنو هېوادونو سره يو تړون ته رسېدلی وو چې له مخې يې پر هغه هېواد د نړيوالو د بنديزونه کمولو په بدل کې د خپل اټومي پروګرام د محدودولو ژمنه کړې وه.
خو ډانلډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال، په ۲۰۱۸ز کال کې له تړونه ووت او پر ايران يې يو ځل بیا سخت بنديزونه ولګول چې له کبله يې تهران په تدريجي ډول له ژمنو پر شا کېدو ته وهڅېد.