په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د ډېسېمبر پر ۱۰مه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په يوه خبرپاڼه کې پر طالبانو غږ وکړ چې د افغانانو حقونه دې نه تروړي.
هغې ادارې د ډېسېمبر پر ۱۰مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې زیاته کړې چې ډېری افغانان، په ځانګړي ډول ښځې، په افغانستان کې له بنیادي بشري حقونو بې برخې دي چې پکې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم بندیز هم شامل دی.
خو د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد د ډېسېمبر پر ۱۰مه په بیان کې د يوناما غوښتنې رد کړې او دعوه یې کړې چې په افغانستان کې د ټولو خلکو حقونه خوندي دي.
طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې پر رسنيو، موسیقۍ، ګوندونو او سیاسي فعالیتونو، مدني فعالانو او په ځانګړي ډول پر نجونو او ښځو ګڼ بندیزونه لګولي دي.