په جاپان کې چارواکي وايي یوې زورورې زلزلې لږ تر لږه ۳۰ کسان ژوبل کړي او زرګونه نور یې د خپلو کورونو پرېښودلو اړ کړي دي.
په یاد هېواد کې د زلزله پوهنې اداره وايي د ډېسېمبر پر اتمه ناوخته دا زلزله د جاپان په ختیزو سواحلو کې راغلې ده چې د رېښتر (رېکټر) په کچه یې زور اووه نیمې درجې وو.
د هغه هېواد چارواکي وايي د زلزلې له وجې لږ تر لږه ۹۰ زره کسان هم له خپلو کورونو ایستل شوي.
د جاپان د مترولوژۍ ادارې تر دې زلزلې وروسته خبرداری ورکړی چې ښايي د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د سمندر اوبه شاوخوا دری متره راپورته او ساحلي سیمې اغیزمنې کړي. چارواکو په زلزله ځپلې سیمه کې د سونامي خبرداری ورکړی دی او په ګڼو سیمو کې د اورګاډو او نورو ټرانسپورټي وسایلو تګ راتګ هم ځنډول شوی دی.
جاپان د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې ډیرې زلزلې پکې کېږي.
تر ټولو مرګونې زلزله د ۲۰۱۱ کال د مارچ په ۱۱مه د جاپان په شمال ختیځ کې شوې وه چې د رېښتر په کچه یې شدت ۹ درجې ښوول شوی وو. د هغې زلزلې له کبله د سمندر اوبه راپورته شوې او ګڼ ساحلي سیمې یې لاندې کړې چې له امله یې لږ تر لږه ۲۰ زره کسان مړه شول.