د لاسرسي ځای

تازه خبر

کارپوهان: پاکستان کې د مذهبي لږکیو کم عمره نجونه د جبري ودونو له خطر سره مخامخې دي


په پاکستان کې یوه ښځه یوه هندوه ناوې سینګاروي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې یوه ښځه یوه هندوه ناوې سینګاروي - پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې کارپوهانو په پاکستان کې د مذهبي لږکیو د ښځو او نجونو لپاره د تحفظ پر نه شتوالي خواشيني ښوولې ده او ویلي یې دي چې هغوی د جبري او کم عمرۍ ودونو او مذهب بدلولو له خطر سره مخامخ دي.

په جینیوا کې د هغې ادارې کارپوهانو د اپرېل پر ۱۱مه په بیان کې ویلې دي چې هندوې او عیسوۍ نجونه په جبري ډول د مذهب بدلولو، تښتولو، قاچاق، د جبري او کم عمرۍ ودونو، کورني خدمت او غلامۍ او جنسي تشدد له ګواښونو سره مخامخې دي.

بیان کاږي چې د لږکیو نجونه د بشري حقونو دې ډول "ناوړه سرغړونو ته پرېښوول او پر دې ډول جرمونو غلي پاتې کېدل د زغم وړ نه دي."

کارپوهانو ټینګار کړی دی چې د ماشومانو او کم عمره نجونو جبري ودونه پر "مذهبي او فرهنګي اساس نه شي توجیه" کېدای.

بیان د کارپوهانو له خولې وايي چې تر ۱۸ کلنۍ مخکې د نجونو د ودولو پر مهال د هغوی رضا معنا نه لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې کارپوهانو له اسلام اباده غوښتي دي چې د هغو سرغړونو د مخنیوي لپاره قوانین جوړ کړي او په سختۍ دې یې عملي کړي.

بیان زیاتوي چې ودونه باید د ښځو په بشپړ رضایت وشي او د واده تر ټولو کم عمر باید ۱۸ کاله وي.

هغو کارپوهانو دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په پاکستان کې وخت په وخت د مسیحیانو (عیسویانو) او هندوو د نجونو د تښتولو، ودولو او مذهب بدلولو پېښې کېږي.

اسلام اباد لا د ملګرو ملتونو د ادارې د کارپوهانو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې د مذهبي لږکیو د نجونو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دی.

په پاکستان کې له سیند پرته په نورو صوبو کې د نجونو لپاره د واده لږترلږه عمر ۱۶ کاله او د هلکانو لپاره ۱۸ کاله دی.

خو په سیند صوبه کې د نجونو او هلکانو دواړو لپاره د واده قانوني عمر لږ تر لږه ۱۸ کاله دی.

په دې ترڅ کې د خیبر پښتونخوا پخواني حکومت یوه مسوده اسمبلۍ ته وړاندې کړې وه چې پکې یې ویلي ول چې د واده لپاره دې د نجونو عمر ۱۸ کاله مقرر شي خو هغه منظوره نه شوه.

اسلام اباد های کورټ د ۲۰۲۲ز کال په مارچ کې تر ۱۸ کلنۍ مخکې ودونه ناقانونه بللي ول او د هغه مهال وفاقي حکومت ته یې امر کړی وو چې پر دې موضوع دې له پارلېمانه قانون منظور کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو ادارې (یونېسېف) په ۲۰۲۲ز کال کې ویلي ول چې په پاکستان کې د کم عمرۍ د ودونو کچ شاوخوا ۲۰ فیصده دی او د پاکستان د بشري حقونو کمېشن وايي، د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې تر ۱۸ کلنۍ مخکې د ماشومانو د ودولو شرح تر څلور فیصده پورې ده.

د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ پخواني وفاقي اېتلافي حکومت په ۲۰۲۲ز کال کې په زور د ماشومانو مذهب بدلولو مخنیوي لپاره تګلاره اعلان کړې وه.

XS
SM
MD
LG