د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مستونګ کې وسلوالو د پولیو واکسیني ډلې ۲ ساتونکي وژلي دي


په پېښور کې یوه روغتیايي کارکوونکې ماشوم ته د پولیو واکسیني څاڅکي ورکوي او پولیس سرتېری یې امنیت ته ولاړ دی - انځور له ارشیفه.
په پېښور کې یوه روغتیايي کارکوونکې ماشوم ته د پولیو واکسیني څاڅکي ورکوي او پولیس سرتېری یې امنیت ته ولاړ دی - انځور له ارشیفه.

د بلوچستان په مستونګ کې د پولیو د واکسیني ډلې پر ساتونکو په برید کې د لېویز ځواک دوه سرتېري وژل شوي دي.

انتظامي چارواکو د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې او د اردو ژبې سما نیوز ټېلېوېژن په ګډون یوشمېر رسنیو ته ویلي دي چې برید د اپرېل پر ۲۳مه د مستونګ په تېري نومي سیمه کې شوی دی.

چارواکي وايي چې د امنیتي اندېښنو له وجې یې په مستونګ کې د ګوزڼ پر وړاندې روان کیمپېن تر نامعلوم وخته ځنډولی دی.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو د صوبايي حکومت ویاند شاهد رند په بیان کې ویلي دي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل له ۲۱مې راهیسې په پاکستان کې د پولیو اووه ورځنی او د افغانستان په ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، کندهار او هېلمند کې څلور ورځنی او په نورو ټولو ولایتونو کې درې ورځنی کیمپېن روان دی چې پر مهال یې روغتیايي کارکوونکي کور په کور ګرځي او تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکو ماشومانو ته څاڅکي ورکوي.

په پاکستان کې بېلابېلې وسلوالې ډلې فعالې دي چې وخت په وخت د پولیو پر روغتیايي کارکوونکو او د هغوی پر ساتونکو بریدونه کوي. تر دې مخکې وسلوالو په فبرورۍ کې د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د پولیو واکسیني ډلې یو ساتونکی پولیس وژلی وو.

همدا لامل دی چې صوبايي حکومتونه د واکسیني ډلو د خوندیتوب لپاره لسګونه زره پولیس او د لېویز ځواک سرتېري ګوماري.

په پاکستان کې سږ کال د فبرورۍ په لومړۍ اونۍ کې د ګوزڼ اووه ورځنی واکسیني کیمپېن ترسره شوی وو.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام روان کال په هغه هېواد کې د ګوزڼ د پولیو شپږ پېښې ثبت کړې دي چې ورڅخه یې څلور ماشومان د سیند، یو د خیبر پښتونخوا او یو د پنجاب اوسېدونکی وو.

تر دې مخکې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو ټولې ۷۴ پېښې ثبت شوې وې.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې تېر کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په سیند کې ۲۳ په خیبر پښتونخوا کې ۲۲ او او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

تېر کال په پاکستان کې د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې. په هغه هېواد کې په ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. د طالبانو حکومت په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې د پولیو هېڅ مثبته پېښه نه وه تایید کړې، خو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، تېر کال په هغه هېواد کې ۲۵ ماشومان ګوزڼ وهلي ول. له هغو څخه یې زياتره د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي.

په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

XS
SM
MD
LG