د منځني ختیځ چارو لپاره د امریکايي ولسمشر ځانګړي استازي سټیف وېټکوف د اګست پر شپږمه په مسکو کې له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل.
دا تر هغه ضرب الاجل دوه ورځې مخکې ده چې سپینې ماڼۍ مسکو ته د اوکراین پر وړاندې د جګړې درولو یا له اضافي بندیزونو سره د مخامخېدو لپاره ټاکلی وو.
د روسیې د پانګونې چارو استازي کیرېل دېمېتریېف په مسکو کې وېټکوف ته ښه راغلاست ووایه. د روسیې د دولتي خبري اژانس تاس ویډیو ښيي چې دواړه له کرېملېن دباندې په یو پارک کې ګرځي.
وروسته کرېملېن له وېټکوف سره د پوتین د ملاقات خبر ورکړ.
پر دې سربېره چې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر روسیې د تعرفو او له هغه هېواده د تېلو د تر ټولو لویو پېرودونکو هند او چین په ګډون پر نورو هېوادونو د محدودیتونو لګولو ګواښ کړی دی، تمه نه کېږي چې پوتین به د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین له بشپړ یرغل راهیسې روانه جګړه ودروي.
اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي مسکو ته د وېټکوف تر رسېدو څو ساعته مخکې پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې وویل، "روسان اوس د خپلو بریدونو د لا شدیدولو هڅه کوي."
نوموړي وړاندې لیکلي، "دا خورا مهمه ده چې مسکو د جګړې د دوام له کبله د نړۍ فشار، د امریکا فشار او د سختو بندیزونو ګواښ احساسول پیل کړي."
د اګست پر شپږمه سهار روسیې د یو تفریحي ځای په ګډون د زپورېژیا پر یوشمېر برخو هوايي بریدونه وکړل. د سیمې د پوځي انتظامیې مشر ایوان فېدوروف پر ټېلېګرام په بیان کې ویلي چې په بمبارۍ کې دوه تنه ووژل او د څلورو ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ژوبل شول.
ټرمپ چې په وروستیو کې یې د پوتین په اړه د خورا مایوسۍ څرګندونه کړې، تېره اونۍ خبرداری ورکړ چې پر مسکو به نور "بندیزونه ولګوي" خو زیاته یې کړه چې روسیه په "چالاکۍ" "له بندیزونو د ځان په ژغورلو کې خورا ښه" ده.