د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم کې بار وړونکي ماشومان وایي له جسماني او جنسي تشدد سره مخامخ دي


په چمن کې یو ماشوم یو سپینږیری سړی له ولاړو لاریو سره نېږدې لېږدوي - د ۲۰۱۱ز کال د نومبر ۲۸مې انځور.
په چمن کې یو ماشوم یو سپینږیری سړی له ولاړو لاریو سره نېږدې لېږدوي - د ۲۰۱۱ز کال د نومبر ۲۸مې انځور.

په تورخم کې په سلګونه داسې ماشومان لیدل کیږی چې په خپلو اوږو درانه پېټي لېږدوي او ځينې یې په لاس ګاډیو (رېړو یا کراچیو) کې هم سامانونه د پولې دواړو غاړو ته انتقالوي.

له هغو ماشومانو څخه یې ګڼ افغانان دي چې د اقتصادي ستونزو له وجې یې درسونه پرېښي دي او سخته مزدوري کوي.

طیب خان یو له هغو ماشومانو څخه دی چې له یوې مودې راهیسې پر تورخم مالونه لېږدوي.

ده مشال راډیو ته وویل چې د کار پر مهال ورباندې رواني یا نفسیاتي او ذهني تشدد کېږي او څو ځلې ورباندې د جنسي تشدد او تېري هڅې هم شوې دي.

دی وايي، کار یې خورا سخت دی چې ډېر یې ستړی کوي. "۱۵ یا ۱۶ کیلو بوره (چیني) له پاکستانه افغانستان ته اړوم او له هغې خوا سېګریټ او رخت راوړم. [په افغانستان کې] طالبان او [د پاکستان لوري ته د] ملېشې [سرتېري] دواړه مو وهي او ټکوي. په باچا مېنه کې مو دېره ده، پینځه یا شپږ کسان پکې اوسو، هره ورځ دومره ستړي یو چې ماښام ویده شو نو سهار په سخته پاڅېږو."

۱۵ کلن طیب خان وویل، په سیمه کې ډرېورانو، د ګاډو کلینرانو (چې کلېنډران بلل کېږي)، د رستورانونو کارکوونکو او ان د ملېشې سرتېرو هم ورباندې د جنسي تشدد هڅه کړې ده. "ټول راته غلط نظر کوي. هلکانو او نجونو دواړو ته ترې خطر وي. هڅه یې کړې خو موږ ترې ځان خلاص کړی. چې ورباندې پوه شو نو بس بیا ترې تښتو."

د حکومتي او ناحکومتي ادارو د اټکلونو له مخې، په تورخم کې اوسمهال څه باندې ۷۰۰ ماشومان هلکان او نجونه مزدوري کوي.

تورخم: سلګونه افغان ماشومان درانه پېټي وړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:31 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په تورخم کې یو بل ماشوم الیاس خان وایی چې هلته هره ورځ له خپلو دوو وروڼو او یوې خور سره کار کوي او د ورځې تر ۱۵۰۰ پورې روپۍ (کلدارې) پیدا کوي چې ورباندې کور ته اوړه، غوړي او د ضرورت نور شیان اخلي.

هغه اته کلن افغان ماشوم زیاتوي چې زړه یې غواړي چې تعلیم ترلاسه کړي خو د غریبۍ له وجې کار ته مجبور دی.

۱۴ کلن عظیم خان وايي چې د تورخم دواړو خواوو ته د سرحدي ځواکونو ساتونکي ورباندې تشدد کوي. "هغې غاړې ته طالبانو په سترګه وهلی یم، اوس مې دا یوه سترګه غټه ده او بله وړه ده. چې بوره وړم نو ډرېوران راته وایي چې په ګاډي کې یې راسره کښېږدئ چې یې درته یوسو خو اوس ترې موږ وېرېږو ځکه چې ورباندې پوه شوي یو، په غلط نظر راته ګوري."

په پاکستان کې هر کال په سکولونو، کارځايونو او کورونو کې دننه او بهر پر ماشومانو د تشدد او د هغوی د ځورونې ګڼې پېښې ثبتېږي.

په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر وایي چې د دواړو هېوادونو حکومتونه باید د هغو ماشومانو د ژغورلو لپاره کار وکړي.

نوموړي د اپرېل پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې په کار ده چې نړیواله ټولنه او ادارې هم باید دې موضوع ته پام وکړي چې ماشومان له جسماني او جنسي ځورونو او استحصاله وژغورل شي.

په خیبر پښتونخوا کې په ۲۰۱۰ز کال کې د ماشومانو د خوندیتوب او ښېګړې قانون جوړ شو چې له مخې یې حکومت پابند دی چې په هره ضلع کې د ماشومانو خوندي ساتلو کمېټي جوړه کړي.

په تورخم کې یو انتظامي چارواکي له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په خیبر ضلع کې د ماشومانو لپاره د جوړو شویو قوانینو له مخې چارې پر مخ وړي.

هغه وویل چې پر ماشومانو د امنیتي ځواکونو د سرتېرو د جنسي او جسماني تشدد تورونه ناسم دي.

چارواکي دا هم وویل چې د طالبانو د حکومت سرتېري باید ماشومان په تورخم د پاکستان لورې ته اوښتو ته پرې نه ږدي.

په پېښور کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان قونسلګرۍ یو چارواکي شاهد الله مشال راډیو ته یوازې دومره وویل چې دا موضوع به له اړوندو چارواکو سره شریکه کړي.

د ملګرو ملتونو یوشمېر سازمانونو په وروستیو کې ویلي دي چې په ۲۰۲۱ز کې په افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته اقتصادي ستونزو ماشومان زښت اغېزمن کړي دي چې له امله یې هغوی سختو کارونو ته اړ دي.

د نړۍ په ډېریو هېوادونو کې د ماشومانو شاقه یا سخت کار منع دی. ملګرو ملتونو په ۱۹۸۹ز کال د ماشومانو د حقونو کنوېونشن منظور کړ چې پکې پر غړو هېوادونو غږ شوی دی چې د ماشومانو د هوساینې او د هغوی د حقونو خوندیتوب قوانین جوړ کړي.

افغانستان او پاکستان د ملګرو متلونو هغه موافقه په ۱۹۹۰ز کال لاسلیک کړې وه او دواړه هېوادونه پابند دي چې د ماشومانو د ټولنیز یا سماجي تحفظ او مرستې لپاره ګامونه پورته کړي، له هر ډول تشدده یې وژغوري او بنیادي تعلیم ورکړي.

XS
SM
MD
LG