پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په نوې ضلع پهاړپور کې بمي چاودنې لږ تر لږه درې سرتېري وژلي دي.
د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، مشال راډیو ته وویل، د پولیسو ګاډی د ډېسېمبر پر درېیمه سهار شاوخوا ۱۰ بجې د ضلعې په پنیالۍ کې د سړک تر غاړې د ښخ بم چاودنې ښکار شو.
د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیس زیاتوي چې پلټنې او وسلوالو د لټون عملیات یې پیل کړي دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت د نومبر پر ۲۶مه د یو فرمان په خپرولو وویل چې پنیالۍ او پهاړپور له ډېره اسماعیل خانه جلا کوي او ورڅخه نوې ضلع جوړوي.
په تېرو ورځو کې د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې پر پولیسو، امنیتي سرتېرو او حکومتي چارواکو خونړۍ حملې شوې دي.
د ډېسېمبر پر دویمه په بنو کې په وسلوال برید کې د شمالي وزیرستان د میرامشا انتظامي مشر (اسېسټنټ کمېشنر) په ګډون څلور تنه ووژل شول. تر دې مخکې د نومبر پر ۳۰مه او د ډېسېمبر پر لومۍ په لکي مروتو، بنو، ډېره اسماعیل خان او کورمه کې په بېلابېلو حملو کې اته پولیس او پوځي سرتېري ووژل او یوشمېر ژوبل شول. د هغو حملو ذمه واري هم چا نه وه منلې.
له څلورو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.
په همدې حال کې پولیس او د پاکستان پوځ وايي، د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی چې پکې وخت په وخت ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي. پوځ د نومبر پر ۲۴مه په بنو کې د عملیاتو پر مهال د ۲۲ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه. کومې وسلوالې ډلې د پوځ د ادعا په اړه څه نه ول ویلي.
داراز، د بنو او لکي مروتو په مختلفو برخو کې ځايي وګړو هم د وسلوالو فعالیتونو د مخنیوي لپاره امن کمېټۍ جوړې کړې دي.
د بنو په ډومېل کې د ولسي مشرانو یوې جرګې د نومبر پر ۲۶مه د امن کمېټۍ او لښکر جوړولو اعلان وکړ او د سیمې د امنیت هوډ یې وښود. پولیسو ویلي دي چې د هغو ولسي کمېټيو او لښکرو ملاتړ کوي.