د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې وسلوال بريد کې ۲ پوليس وژل شوي، ۱ ژوبل دی


په بنو کې د يو وژل شوي پوليس د جنازې لمونځ ادا کېږي ـ انځور له ارشيفه
په بنو کې د يو وژل شوي پوليس د جنازې لمونځ ادا کېږي ـ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا په بنو کې د مې پر ۲۰مه شپې مهال د پوليسو پر امنيتي پوسته په وسلوال بريد کې دوه پوليس وژل شوي او يو ژوبل شوی دی.

د بنو پولیسو مشر د مې پر ۲۱مه له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل چې بريدګرو لومړی په بارودي موادو سره د سبزي منډۍ امنيتي پوستې ته چاودنه ورکړه او وروسته يې په ډزو سره دوه پوليس ووژل او يو يې ژوبل کړ.

نوموړي زياته کړه چې تر بريد وروسته وسلوال تښتېدلي دي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د بريد ذمه واري نه ده منلې، خو تر دې وړاندې په خيبر پښتونخوا کې پر امنيتي سرتېرو او پوليسو د زياتره بريدونو مسوليت وسلوال طالبانو منلی دی.

په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول د صوبې په جنوبي ضلعو، کې له تېرو درو کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي او وسلوالې ډلې اکثر پر پولیسو، امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، فعالانو، سیاستوالانو او دیني عالمانو حملې کوي.

په بنو کې د اپرېل پر ۳۰مه شپې مهال هم د ترهګرۍ ضد پولیسو او وسلوالو ترمینځ نښته کې درې پولیس وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي ول.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.

د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.

د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG