د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د سوریې ولسمشر "سخت او پياوړی مشر" بللی دی


د سوريې ولسمشر د نومبر پر ۱۰مه د امريکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره په سپينه ماڼۍ کې ملاقات وکړ.
د سوريې ولسمشر د نومبر پر ۱۰مه د امريکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره په سپينه ماڼۍ کې ملاقات وکړ.

د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سوریې (شام) لنډمهالی ولسمشر احمد الشرع يو "سخت او پياوړی مشر" بللی دی.

نوموړي د نومبر پر ۱۰مه په سپينه ماڼۍ کې له الشرع سره د ليدنې پر مهال وويل چې د هغه جهادي سابقه کولای شي د جنګ ځپلې سوریې په بیا رغونه کې له هغه سره مرسته وکړي.

ټرمپ زياته کړه: "ما له هغه (احمد الشرع) سره یوه موافقه کړې ده. هغه یو ډېر پیاوړی مشر دی. هغه له ډېرې سختې سیمې څخه راغلی دی، او هغه یو سخت سړی دی. زه هغه خوښوم. زه ورسره موافق یم."

نوموړي له الشرع سره خپل ملاقات رغنده وباله او د هغه د مخاطب کولو پر مهال يې وويل: "ولسمشره، د سوریې نوی ولسمشره. موږ به د سوریې د بریا لپاره هر هغه څه وکړو چې موږ یې کولی شو، ځکه چې دا د مينځني ختیځ برخه ده. موږ اوس په مينځني ختیځ کې سوله لرو. لومړی ځل دی که څوک یې یاد ولري چې داسې څه رامينځته شوي دي."

دا تر هغه وروسته ده چې د شام دولتي خبري اژانس ويلي وو چې الشرع د نومبر پر اتمه ناوخته په "یو تاریخي رسمي سفر" واشنګټن ته ورسېد.

د امریکا حکومت تر دې یوه ورځ مخکې نوموړی د نړیوالو ترهګرو د بندیزونو له نوملړه لیرې کړ. واشنګټن د الشرع، چې پخوا د ابو محمد الجولاني په نوم پېژندل کېده، د ګرفتارۍ یا وژلو پر سر ۱۰ مېلیونه ډالره انعام اعلان کړی وو.

دا په ۱۹۴۶ز کال کې د سوریې تر خپلواکۍ وروسته امریکا ته د هغه هېواد د ولسمشر لومړی رسمي سفر دی.

الشرع: د امریکا د ترهګرو له لېسټه تر سپینې ماڼۍ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:17 0:00

د الشرع په مشرۍ ځواکونو د ۲۰۲۴ز کال په ډېسېمبر کې د پخواني ولسمشر بشار الاسد رژیم ړنګ کړ.

د شام ۴۳ کلن لنډمهالي مشر روان کال په مې کې د سعودي عرب پلازمېنې ریاض ته د ټرمپ د سفر په جریان کې په لومړي ځل له هغه سره لیدلي ول.

د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام باراک د روانې میاشت په پیل کې وویل، "هیله من" دی چې شرع به د اسلامي دولت (داعش) پر وړاندې د امریکا په مشرۍ په نړیوال اېتلاف کې د ورګډېدو موافقه لاسلیک کړي.

په سوریې کې یوې سفارتي سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي وو، واشنګټن پلان لري چې "د بشري مرستو همغږي کولو او د سوریې او اسراییلو ترمینځ د پرمختګونو څارلو لپاره" دمشق ته نېږدې یوه پوځي اډه جوړه کړي.

د وزارت یو ویاند ټامي پېګوټ په بیان کې وویل، د الشرع حکومت د ورکو امریکایانو د موندلو او د پاتې کیمياوي وسلو د ختمولو د هلو ځلو په ګډون د امریکا غوښتنې پوره کوي.

نوموړي وویل، واشنګټن دا اقدامات "د بشار الاسد له لیرې کېدو او د اسد تر رژیم لاندې د ۵۰ کلن ظلم زیاتي تر ختمېدو وروسته د سوریې د مشرتابه د ښکاره کړي پرمختګ د قدردانۍ" لپاره ترسره کوي.

تمه کېږي چې شرع تر ۱۳ کلنې وحشتناکې کورنۍ جګړې وروسته د بیارغونې په برخه کې له امریکا څخه مالي مرستې وغواړي.

XS
SM
MD
LG