د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي افریقا په دویمه یو ورځنۍ سیالۍ کې پاکستان ته په ۸ وېکټو ماتې ورکړه


د جنوبي افریقا کوېنټن ډي کاک د سیالۍ تر ګټلو وروسته د پاکستان محمد رضوان ته لاس ورکوي - د نومبر شپږمې انځور.
د جنوبي افریقا کوېنټن ډي کاک د سیالۍ تر ګټلو وروسته د پاکستان محمد رضوان ته لاس ورکوي - د نومبر شپږمې انځور.

د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې په دویمه یو ورځنۍ (۵۰ اووره) سیالۍ کې پاکستان ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه.

د فیصل اباد په اقبال لوبغالي کې د نومبر شپږمې سیالۍ پچه کوربه پاکستان وګټله او لومړی یې توپوهنه (بیټېنګ) غوره کړه.

د پاکستان درې لوبغاړي د پاڼۍ په لومړیو پینځو اوورونو کې وسوځېدل چې له وجې یې لوبډله تر فشار لاندې راغله او د منډو کولو رفتار یې ورو شو. خو وروسته صایم ایوب او سلمان علي اغا ښه شراکت وکړ او کوربه لوبډله وتوانېده چې په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په زیان ۲۶۹ منډې وکړي.

اغا ۶۹، محمد نواز ۵۹ او ایوب ۵۳ منډې وکړې. د جنوبي افریقا ناندرې برګر څلور، اېنکابا پیټر درې او کاربېن باش دوه وېکټې واخیستې.

په ځواب کې د جنوبي افریقا لوبډلې ټاکلی هدف د ۴۱م اوور په پیل کې د دوو لوبغاړو په زیان پوره کړ. کوېنټن ډي کاک ۱۲۳، ټوني ډي زورزي ۷۶ او لواندرې پرېټورییس ۴۶ منډې وکړې. د پاکستان فهیم اشرف او محمد وسیم جونییر یوه، یوه وېکټه واخیسته.

تر دې مخکې د نومبر پر څلورمه په لومړۍ سیالۍ کې پاکستان مېلمنې لوبډلې ته په دوو وېکټو ماتې ورکړې وه.

په دې توګه د دواړو لوبډلو ترمینځ د درې سیالیو لوبلړۍ مساوي شوې ده.

ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د نومبر پر اتمه په درېیمه او وروستۍ سیالۍ کې یو بل ته مخامخې شي.

تر دې مخکې، پاکستان د درې ۲۰ اووره سیالیو په لوبلړۍ کې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG