د خیبر پښتونخوا د بنو په سره درګه سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان په وسلوال برید کې یو سرتېری وژل شوی او درې ژوبل دي.
د بنو پوځي چاوڼۍ یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د سرتېرو قافله د نومبر پر ۲۶مه د ټوچي سیند پر غاړه روانه وه چې وسلوالو ورباندې حمله وکړه.
د سرې درګې یو اوسېدونکي اسلم خان مشال راډیو ته وویل، تر برید وروسته د دواړو خواوو ترمینځ نښته هم وشوه چې د سهار تر ۱۱ بجو پورې روانه وه.
د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
په همدې حال کې د بنو د مونډانو تاڼې مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د نومبر پر ۲۶مه په توغل خېلو کې یو وسلوال د پولیسو پر ګاډي د برید هڅه کوله چې هغوی یې مخه ونیوله او و یې واژه.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې لا د پولیسو د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي او مشال راډیو یې هم په خپلواکه توګه نه شي تاییدولای.
له څلورو کلونو راهیسې د بنو، لکي مروتو او شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.
په همدې حال کې پولیس او د پاکستان پوځ وايي، د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی چې پکې وخت په وخت ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي. پوځ د نومبر پر ۲۴مه په بنو کې د عملیاتو پر مهال د ۲۲ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه. کومې وسلوالې ډلې د پوځ د ادعا په اړه څه نه ول ویلي.