د خيبر پښتونخوا په ټانک، بنو او اورکزیو کې د ناامنۍ په جلا جلا پېښو کې شپږ پولیس، د امن لښکر دوه غړي او څلور مشکوک وسلوال وژل شوي او یوشمېر کسان ژوبل دي.
د ټانک د پولیسو یو افسر پروېز شاه مشال راډيو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۲مه ماسپښین شاوخوا یوه بجه د ګومل تاڼې د پولیسو بکتربند ګاډی تر سړک غاړې د ښخ بمي برید ښکار شو.
دی وايي، په چاودنه کې د ګومل تاڼېدار او د هغه مرستیال (ایډېشنل اېس اېچ او) په ګډون شپږ سرتېري ووژل شول.
د حملې ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې خو شاه زیاتوي چې پولیسو په سیمه کې د وسلوالو لټون عملیات پیل کړي دي.
د پاکستان ولسمشر، وزیراعظم، د کورنیو چارو وفاقي وزیر، د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر او ګورنر هغه برید غندلی دی.
تر دې مخکې د ډېسېمبر پر ۲۷مه په ټانک کې وسلوالو پر پوستې په "ډرون برید" کې یو سرتېری وژلی او دوه یې ژوبل کړي ول.
په همدې حال کې د بنو پولیسو د "استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو" کې د دوو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.
پولیسو د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېرېزم ډېپارټمېنټ یا سي ټي ډي) له سرتېرو سره یې ګډ عملیات د جنورۍ پر ۱۱مه شپې مهال په جنډوخېلو کې کړي دي.
بیان وايي، د عملیاتو پر مهال دوه مشکوک وسلوال په تېښته بریالي شول.
پولیس زیاتوي، وژل شوي وسلوال د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي ول چې پر "امنیتي پوستو په بریدونو" کې ککړ ول او پولیسو او امنیتي ځواکونو ته په "ګڼو مقدمو کې مطلوب ول."
هغې وسلوالې ډلې لا د پولیسو د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي او مشال راډيو یې هم په خپلواکه توګه نه شي تاییدولای.
اخوا د اورکزیو د پولیسو یو چارواکي محبوب خان ویلي دي چې په هغه ضلع کې د وسلوالو او امن لښکر د غړو ترمینځ په نښته کې څلور تنه وژل شوي دي.
نوموړي رسنیو ته ویلي چې وسلوالو د جنورۍ پر ۱۲مه په یخو کنډو کې د امن لښکر پر غړو ډزې وکړې چې له وجې یې نښته پیل شوه.
خان زیاتوي، له وژل شویو څخه یې دوه د لښکر غړي او دوه وسلوال دي.
د اورکزیو برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.
په قبایلي سیمو او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو ضلعو کې چې څه باندې دوه لسیزې مخکې وسلوالې ډلې پیدا شوې او فعالیتونه یې پیل کړل نو د حکومت په ملاتړ امن کمېټۍ او امن لښکرې جوړې شوې چې په خپلو سیمو کې یې ګزمې او پهرې کولې. د دې په غبرګون کې به وسلوالو ډلو پر هغوی حملې کولې.
تر هغې وروسته د امنیتي وضعې له ښه کېدو سره امن کمېټۍ هم ختمې شوې، خو په تېرو څلورو کلونو کې د ناامنۍ له زیاتېدو سره سم، په ځینو سیمو کې بیا فعاله شوې دي.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.
د جنورۍ پر ۱۰مه د شمالي وزیرستان په سپینوام کې د امنیتي ځواکونو په ډرون برید کې پینځه ولسي وګړي او یو مشکوک وسلوال ووژل شول. چارواکي او ځايي وګړي وايي، خلک او وسلوال تر یو څپر لاندې ناست ول چې برید ورباندې وشو چې پکې دوه مشکوک وسلوال او درې عام وګړي ژوبل هم شول.
پر هم هغه ورځ د بنو په بکاخېلو کې په دوو پېښو کې دوه ولسي وګړي او یو پولیس سرتېری ووژل شول.
په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ زیاتېدو ترڅنګ د صوبې په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو او ورسره د نښتو پر مهال پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولیو) لسګونه بریدونه شوي چې پکې اکثر مرګژوبله اوړي.
د هغو سیمو اوسېدونکو په نښتو او د وسلوالو پر ضد په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پر ضد څو ځلې مظاهرې کړې دي.
خو ځايي انتظامیو او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په عملیاتو کې د ولسي وګړو د ځان او مال ساتنې ته ژمن دي.
د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.
پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. پوځ د جنورۍ پر ۱۰مه په یو بیان کې دعوه وکړه چې د همدې میاشتې پر اتمه یې په شمالي وزیرستان او کورمه کې په هدفي عملیاتو کې ۱۱ مشکوک وسلوال وژلي دي.