د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا بېلابېلو ضلعو کې وسلوالو ۷ پولیس او ۱ ماشوم وژلی دی

په خيبر پښتونخوا کې یو امبولانس په بمي چاودنه کې ژوبل کسان روغتون ته لېږدوي ـ انځور له ارشيفه
په خيبر پښتونخوا کې یو امبولانس په بمي چاودنه کې ژوبل کسان روغتون ته لېږدوي ـ انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا په باجوړ، خیبر او بنو کې وسلوالو په حملو کې اووه پولیس سرتېري او یو ماشوم وژلی دی.

د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو د ابابیل ځواک سرتېرو د فبرورۍ پر ۲۵مه پر موټرسایکلونو ګزمه (ګشت) کاوه چې د ضلعې د مرکز خار په نوي کلي کې ورباندې وسلوالو ډزې وکړې.

دی وايي، په پېښه کې څلور سرتېري ځای پر ځای مړه شول او دوه ژوبل شول.

اسرار زیاتوي چې د وژل شویو جنازې د باجوړ په پولیس لاینز کې وشوې.

په همدې حال کې د بنو پولیس وايي چې د ضلعې په حسنخېلو کې وسلوالو درې وروڼه وتښتول چې ورڅخه دوه لږ ساعت وروسته ووژل او بل یې نامعلوم ځای ته لېږدولی دی.

د بنو پولیسو د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې درېواړه وروڼه د فبرورۍ پر ۲۵مه د تراویح لپاره جومات ته تللي ول چې له کینټ تاڼې سره نېږدې مخ پټي وسلوال ورغلل او له جومات سره یې نېږدې د خلکو مخې ته وتښتول.

بیان وايي، په هغو کې دوه وروڼه د پولیسو سرتېري ول چې وسلوالو ووژل او مړي یې د بنو مروت کانال یا نهر په سیمه کې غورځولي او درېیم ورور، چې د بنو ډېوېژن د کمېشنر په دفتر کې کار کوي، د وسلوالو په ولکه کې دی.

اخوا د خیبر پولیس وايي چې په لواړګي (لنډي کوتل) کې وسلوالو يو پولیس سرتېری او د ماشوم زوی وژلي دي.

د ضلعي پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي مشال راډیو ته ويلي دي چې د فبرورۍ پر ۲۵مه د شپې ناوخته د لواړګي په سلطان خېلو کې وسلوالو د پولیسو پر یو سرتېري سفیر خان اپرېدي او د هغه پر ۱۰ کلن زوی طلحه ډزې وکړې چې پکې هغو ژوبل شول.

نوموړي زياته کړه چې دواړه ټپیان یې لومړی د لواړګي او بیا د پېښور یو روغتون ته ولېږدول چې هلته لومړی پولیس سرتېري سا ورکړه او ورپسې دوه ساعته وروسته یې زوی هم له ژورو ټپونو مړ شو.

د پېښې عيني شاهدانو د فبروري پر ۲۶مه مشال راډیو ته وويل چې اپرېدی تر تراویح وروسته له ماشوم زوی سره د خپل کور مخې ته ولاړ وو چې وسلوالو ورباندې ناتاره ډزې وکړې او وروسته وتښتېدل.

د باجوړ، بنو او خیبر د پېښو ذمه واري لا چا نه ده منلې خو د درېواړو ضلعو پولیس وايي چې مقدمې یې دایرې کړې دي او د وسلوالو لټون یې پیل کړی دی.

له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.

په بنو کې د پولیسو یو سرتېري وضاحت خان د فبرورۍ پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې د امنیت لپاره شپه او ورځ پر پوستو پهرې او پر سړکونو ګزمې کوي، وسلوال یې په نخښه کوي او هغه وسایل نه لري چې ځانونه وساتي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په بیا بیا ویلي دي چې د "ترهګرۍ پرضد د مبارزې" لپاره یې اربونه (مېلیاردونه) روپۍ بېلې کړې دي او د پولیسو روزنې او ورته د وسایلو ورکولو ته ژمن دی.

د خیبر پښتونخوا اوسېدونکو په بېلابېلو ضلعو کې د زیاتېدونکې ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، غونډې، پرلتونه او جرګې کړې دي او په بیا بیا یې له حکومته د امنیت غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

XS
SM
MD
LG