پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په بنو کې د مشکوکو وسلوالو پر وړاندې د عملیاتو پر مهال په نښته کې یو سرتېری وژل شوی او اووه ژوبل دي.
د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د بنو په خدري مامندخېل سیمه کې یې د وسلوالو موجودګۍ اطلاع ترلاسه کړې وه او ځايي خلکو ویل چې هغوی هلته پر لارو او سړکونو ګرځېدل.
دی وايي، د امنیتي ځواکونو او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمېنټ یا سي ټي ډي) سرتېري د نومبر پر شپږمه هلته د عملیاتو لپاره ورغلل چې پر مهال یې له وسلوالو سره یې نښته وشوه.
خدري مامندخېل له شمالي وزیرستان سره نېږدې پرته سیمه ده چې پکې له یوې مودې راهیسې وسلوال فعال دي.
چارواکي دا و نه ویل چې عملیات د چا پر وړاندې روان دي او کومې وسلوالې ډلې هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
له څه باندې څلورو کلونو راهیسې د بنو او شمالي وزیرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو او سرتېرو تښتونې زیاتې شوې دي.
په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا په ګډون صوبايي او وفاقي حکومتونه او پوځ وخت په وخت په هدفي عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوې کوي.
د خیبر پښتونخوا د کرک پولیسو د نومبر پر پینځمه شپې مهال د عملیاتو پر مهال په نښته کې د وسلوالو د یو "مهم قومندان" د وژلو دعوه کړې ده.
پولیسو د نومبر پر شپږمه شپې شاوخوا دوه بجې په بیان کې وویل چې حکیم نثار د کرک په امبېري کلا کې له پولیسو او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمېنټ یا سي ټي ډي) له سرتېرو سره د "څلور ساعته نښتې" پر مهال ووژل شو.
بیان وايي، په نښته کې د پولیسو او سي ټي ډي درې سرتېري هم ژوبل شول.
بیان زیاتوي، نثار د یوې "وسلوالې ډلې مشر" وو او په صوبه کې په "ترهګرۍ" او په نورو فعالیتونو کې ککړ وو. البته پولیسو دا نه دي ویلي چې هغه د کومې ډلې غړی وو.
تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پولیسو دعوه نه شي تاییدولای.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې د نومبر پر لومړۍ په خپل میاشتني رپورټ کې وویل، چې په هغه هېواد کې د روان ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو وژنې په "بې ساري" ډول زیاتې شوې.
رپورټ وايي، تېره میاشت په "ترهګرۍ ضد عملیاتو" کې ټول ۳۵۵ مشکوک وسلوال ووژل شول او د دومره زیاتو وژنو ساری په تېرو ۱۰ کلونو کې نه دی لیدل شوی.
اداره وايي، په اکتوبر کې په عملیاتو او وسلوالو بریدونو کې ۷۲ امنیتي سرتېري او ۳۰ ولسي وګړي هم ووژل شول.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره زیاتوي، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.
په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.