د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی دی


د طالبانو د حکومت یو سرتېری د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د کوکنارو فصل وهي - انځور له ارشیفه.
د طالبانو د حکومت یو سرتېری د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د کوکنارو فصل وهي - انځور له ارشیفه.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې په ۲۰۲۵ز کال کې د کوکنارو کر او د اپينو توليد کم شوی دی.

د مخدره توکو او جرمونو د مخنيوي لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (يو اېن او ډي سي) نوې نظرپوښتنه ښيي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۵ز کال کې د کوکنارو کښت د پروسږ کال پرتله ۲۰ او د تارياکو (اپینو) توليد ۳۲ فیصده کم شوی دی.

نظرپوښتنه د دې وجه د کوکنارو پر کښت پر افغانستان د واکمنو طالبانو بندیز او د کروندګرو د نورو فصلونو کر ته مخه کول ياد کړي دي.

هغه دفتر د نومبر پر شپږمه خپلې موندنې له رسنيو سره شریکې کړې چې پکې راغلي، په روان ۲۰۲۵ز کال کې پر ۱۰،۲۰۰ هېکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي ول چې د ۲۰۲۴ز کال د ۱۲،۸۰۰ هيکټاره ځمکه پرتله ۲۰ فیصده کم دي.

راپور وايي، په ۲۰۲۵ز کال کې ۲۹۶ ټنه تارياک توليد شوي دي چې د تېر کال په نسبت ۳۲ فېصده کم دي.

د ملګرو ملتونو په وينا، له همدې امله له کوکنارو او تارياکو لاسته راتلونکی عاید هم کم شوی او د تېر کال د ۲۶۰ مېليونو ډالرو څخه سږکال ۱۳۰ مېليونو ډالرو ته ټيت شوی دی.

XS
SM
MD
LG