د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې د یوشمېر کلیو د اوسېدونکو ترمینځ په نښتو کې ۱ تن وژل شوی، ۳۷ ژوبل دي


د پاکستان امنيتي ځواکونه په مرکزي کورمه کې د ګزمې په حال کې - انځور له ارشيفه
د پاکستان امنيتي ځواکونه په مرکزي کورمه کې د ګزمې په حال کې - انځور له ارشيفه

د کورمې اوسېدونکي او چارواکي وايي چې په يوشمېر کليو کې د شيعه ګانو او سنیانو ترمینځ په نښتو کې یو کس وژل شوی او لسګونه ژوبل دي.

د کورمې د عامې روغتیا ادارې مشر ډاکتر حامد علي د جولای پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې په نښتو کې ۳۷ تنه ژوبل شوي هم دي.

چارواکو او ځايي اوسېدونکو د جولای پر ۲۵مه مشال راډيو ته وویل چې جګړه د جولای پر ۲۴مه په بوشهره (بوشارو او بوشېرو هم بلل کېږي) کې د مدګۍ کلي او مليخېلو د اوسېدونکو ترمینځ پیل شوه چې اوس خوار کلي، بالشخېلو او شاوخوا نورو سيمو ته غځېدلې ده.

دا نه ده معلومه چې نښتې چا پیل کړه خو د ځايي خلکو په وينا وجه يې هلته د دوو کورنیو ترمینځ د ځمکې د ملکيت پر سره لانجه ده.

د ملیخېلو حشمت علي د جولای پر ۲۴مه مشال راډیو ته وويل چې په بوشهره کې یوې جرګې پر ۷۰ جریبه انتقالي ځمکه د لانجې د هواري فیصله عملي کوله چې ورباندې ډزې وشوې چې له کبله یې په سیمه کې نښتې پیل شوې.

په همدې حال کې د جولای پر ۲۵مه له هنګو څخه د ولسي مشرانو یوه جرګه سیمې ته رسېدلې ده چې د اوربند هڅه کوي.

پولیسو او ضلعي انتظامیې لا د فرقه ییزو نښتو په اړه رسماً څه نه دي ویلي خو د بره کورمې یو انتظامي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې انتظامیه په دې اړه له پولیسو او امنیتي ادارو سره په رابطه کې ده.

ده له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه خو زیاته یې کړه چې ژر به په سیمه کې امن بحال شي.

په همدې حال کې په پاړه چینار کې د پاک یوت موومېنټ په نوم د ځوانانو یو غورځنګ پر حکومت غږ کړی دی چې د شیعه ګانو او سنیانو نښتې دې ودروي.

د غورځنګ یو مشر علي پراچه د جولای پر ۲۵مه په پاړه چینار کې خبري غونډې ته وویل چې نښته د ځمکې پر سر د شخصي لانجې له وجې پیل شوې، خو له "بده مرغه فرقه ییزه بڼه یې واخیسته."

د کورمې نورو اوسېدونکو او فعالانو هم د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.

په بوشارو کې تر دې وړاندې هم څو ځلې د ځمکې د ملکيت پر سر د لانجو له وجې شخړې شوې دي. په هغه سيمه کې شيعه او سني وګړي اباد دي او د ځمکو لانجو پر سر نښتې اکثر ژر په فرقه ییز تاوتریخوالي اوړي.

د کورمې خلکو پر حکومت غږ کړی چې د ځمکو د لانجو دايمي حل دې ولټوي. د میرباغ اوسېدونکې او مدني فعال پټان عبدالخالق مشال راډيو ته وويل، "دا ډېره د افسوس خبره ده چې پر معمولي شخړو په بیا بیا جنګونه کېږي خو حکومت یې د حل په راایستلو کې ناکامه دی."

کورمه یوه داسې حساسه قبایلي سیمه ده چې پکې سنیان او شیعه ګان ګډ اوسي. خو هلته وخت پر وخت د مختلفو لانجو له وجې د دواړو خواوو ترمینځ خونړۍ جګړې شوې چې پکې ګڼو ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG