د لاسرسي ځای

تازه خبر

قاضي فايز عیسا د پاکستان د مشر قاضي په توګه د دندې لوړه وکړه


د پاکستان ولسمشر په اسلام اباد کې قاضي فایز عیسا ته سوګند ورکړ ـ پخوانی انځور.
د پاکستان ولسمشر په اسلام اباد کې قاضي فایز عیسا ته سوګند ورکړ ـ پخوانی انځور.

د پاکستان سپريم کورټ جج قاضي فايز عیسا د چيف جسټس په توګه د خپلې دندې لوړه کړې ده.

د سېپتېمبر پر ۱۷مه د پاکستان ولسمشر عارف علوي په اسلام اباد کې نوموړي ته سوګند ورکړ. د لوړې پر مهال د قاضي فایز عیسا مېرمن سرینا عیسا یې هم څنګ ته ولاړه وه.

په دې لړ کې په غونډه کې د پاکستان د لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ په ګډون یوشمېر لوړپوړو چارواکو ګډون وکړ.

قاضي فايز عیسا د پاکستان ۲۹م چيف جسټس په توګه د جسټس عمر عطا بندیال په تقاعدېدو (ریټایرېدو) د هغه ځایناستی شو.

ډان ورځپاڼې ليکلي چې چيف جسټس فايز عیسا ته ګڼ چيلنجونه مخې ته پراته دي چې پکې د ورکو شویو کسانو ستونزه، په سپريم کورټ کې د ۵۶،۰۰۰ قضیو هوارول، او سیاسي مقدمې او د ملکي او پوځي عدالتونو ترمینځ د ټکر موضوعات شامل دي.

قاضي فايز عيسا څوک دی؟

جسټس فایز عیسا د پاکستان په بېلابېلو عدالتونو، وفاقي شرعي عدالت او سپریم کورټ کې ۲۷ کاله د وکیل او قاضي په توګه کار کړی دی. نوموړی د ۱۹۵۹ کال د اکتوبر پر ۲۶مه نېټه د بلوچستان په سرښار کوټه کې زېږېدلی دی.

د فایز عیسا کورنۍ اصلاً د بلوچستان صوبې د پښين ضلعې ده. دوی له افغانستانه هلته ورغلي او اباد شوي دي. د نوموړي پلار جسټس محمد عیسا هم مشهور وکيل او قاضي وو. محمد عیسا په بلوچستان صوبه کې لومړی کس وو چې له لندنه یې د وکالت یو بریلیک (بار-اېټ لا) ترلاسه کړ او بلوچستان ته تر ستنېدو وروسته یې هلته د ال انډيا مسلم ليګ په جوړولو کې مرسته وکړه.

جسټس محمد عیسا د پاکستان بنسټګر محمد علي جناح نېږدې دوست ګڼل کېده.

قاضي فایز عیسا ابتدايي ښوونځی په کوټه کې ولوست او بیا کراچۍ ته ولاړ. نوموړي تر دې وروسته د وکالت زده کړې په لندن کې وکړې او ۱۹۸۵ز کال کې یې د بلوچستان په های کورټ او تر دې وروسته په ۱۹۹۸ز کال کې په سپریم کورټ کې د وکیل په توګه کار وکړ.

د پاکستان سپریم کورټ پر ووبپاڼه د عیسا په ژوندلیک کې راغلي دي چې هغه ۲۷ کاله تر وکالت کولو وروسته قاضي شو.

په ۲۰۰۷ز کال کې چې پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف په پاکستان کې بیړنی حالت نافذ کړ نو له قاضیانو څخه یې د اییني فرمان له مخې سوګند واخیست. قاضي فایز عیسا هغه مهال د هغو قاضیانو مخې ته له حاضرېدو انکار وکړ چې د سوګند سرغړونه یې کړې وه.

تر دې وروسته چې سپریم کورټ د مشرف امر غیر اییني وګرځاوه نو د بلوچستان های کورټ ټولو قاضیانو استعفا ورکړه چې له دې سره سم، فایز عیسا د ۲۰۰۹ز کال په اګست کې د هغه عدالت مشر قاضي وټاکل شو.

قاضي فایز عیسا په ۲۰۱۴ز کال کې د بلوچستان د مشر قاضي له دندې څخه ترقي وکړه او د سپریم کورټ قاضي شو.

د سپریم کورټ پر ووبپاڼه راغلي دي چې قاضي فایز عیسا د خپل کار پر مهال یوشمېر لویې قضیې فیصله کړې دي.

عیسا په ۲۰۱۱ز کال کې د هغه کمېشن مشر وو چې په امریکا کې یې د پاکستان پر پخواني سفیر د پوځ پرضد د سازش کولو تور پلټنې کولې.

نوموړی داراز په ۲۰۱۶ز کال په کوټه کې پر وکیلانو د خونړي برید د عدالتي کمېشن مشر وو او په خپل رپورټ کې یې د ناامنۍ په اړه پر حکومت او امنیتي او استخباراتي ادارو سختې نیوکې کړې وې.

تر دې وروسته په ۲۰۱۷ز کال کې چې د راولپېنډۍ په فیض اباد کې د تحریک لبیک پاکستان ډلې غړو پرلت وهلی وو نو قاضي فایز عیسا د هغې پېښې په اړه اقدام وکړ او په خپله فیصله کې یې پر استخباراتي او امنیتي ادارو انتقاد وکړ.

ولسمشر عارف علوي په ۲۰۱۹ز کال کې د پخواني وزیراعظم عمران په سپارښتنه د قاضي فایز عیسا پر ضد د پاکستان سترې قضايي شورا (سپريم جوډيشل کونسل) ته درخواست لېږدولی وو چې پکې یې پر نوموړي تور پورې کړی وو چې له هېواده بهر یې خپلې شتمنۍ نه دي په ډاګه کړې.

فایز عیسا دا تورونه رد کړي ول او ولسمشر ته یې په استولیو لیکونو کې ویلي ول چې په لندن کې یې جايدادونه د د اولاد او مېرمن په نامه دي او دی د هغو کفیل نه دی.

هغه قضیه تر څه باندې یو کال پورې وچلېده او بالاخره یې فیصله د قاضي فایز عیسا په حق کې وشوه.

XS
SM
MD
LG