د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان وکیلانو د قاضي فایز عیسی پرضد ریفرنس وغانده


د بلوچستان وکیلانو احتجاج. عکس له ارشیفه.
د بلوچستان وکیلانو احتجاج. عکس له ارشیفه.

د بلوچستان وکیلانو د مرکزي حکومت لخوا د سپریم کورټ د جسټس قاضي فایزعیسی پرضد د ریفرنس غندنه کړې او له اختره وروسته يې د هېواد په کچه د احتجاج اعلان کړی.

د مې پر۳۱مه په کوټه کې یو خبري کانفرانس ته په وینا کې د بلوچستان وکیلانو د بېلا بېلو اتحادیو مشرانو د جسټس قاضي فایز عیسی پرضد ریفرنس د آزادې عدلیې پرضد یو سازش وباله.

په دې اړه د پاکستان د جوډیشل کمېشن غړي منیر کاکړ ایډوکیټ مشال راډیو ته وویل چې د جسټس قاضي فایز عیسی پرضد ریفرنس دوی ته د منلو وړ نه دی.

د بلوچستان وکیلانو ویلي، د دوشنبې په ورځ به په ټوله صوبه کې وکیلان د احتجاج په توګه عدالتونو ته نه وړاندې کېږي او له اختره وروسته به د وکیلانو په غونډه کې د ټول پاکستان په کچه د احتجاج پیلولو اعلان کوي.

XS
SM
MD
LG