د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سترې محکمې د قاضي عیسی پر ضد درخواست غېر اييني بللی


قاضي فایز عیسی
قاضي فایز عیسی

د پاکستان سترې محکمې (سپریم کورټ) د قاضي عیسی پر ضد ستر قضايي کونسل (سپریم جوډیشل کونسل) ته د تورونو صدارتي رېفرېنس د ایین او قانون خلاف اقدام بللی.

د اکتوبر پر ۲۳مه، د سپريم کورټ ۱۰ قاضیانو د جسټس قاضي فايز عيسی پرضد د صدراتي ريفرنس تفصيلي پرېکړه خپره کړه. په دې پرېکړه کې ویل شوي چې د قاضي فايز عيسی پرضد ريفرنس د بدنيتۍ په بنیاد جوړ شوی و او ولسمشر له ايين او قانون څخه تجاوز کړی دی. سپریم کورټ همدا رنګه ویلي چې په دې سربېره، ولسمشر د خپلو صوابديدي اختياراتو په استعمالولو کې هم ناکامه شوی دی.

د فیصلې له مخې د قانون د وزير، د ټېکس يا ماليې راغونډولو فيډرالي ادارې یا د ايف بي ار د چيرمين او د وزيراعظم د سلاکار شهزاد اکبر پرضد باید کاروايي وشي.

پر ۲۲۴ صفحو باندې مشتمله فيصله کې ویل شوي چې د قانون له نظره د فايز عيسی خلاف صدراتي ريفرنس د اوريدنې قابل نه و. د دې ترڅنګ د جسټس عيسی د مېرمنې سرينا عيسی خلاف تورونو کې ډيرې زياتي تيروتنې وې.

تر دې وړاندې سپريم کورټ د جون پر ۱۹مه، صدراتي ريفرنس کې لنډه فيصله اورولې وه او ويلي یې وو چې وروسته به تفصیلي فيصله جاري کوي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د وزير اعظم عمران خان په مشوره د جسټس قاضي فايز عيسی او جسټس کريم خان اغا پرضد د تېر ۲۰۱۹ز کال په مې مياشت کې صدراتي ريفرنس سپريم جوډيشل کونسل ته ليږلی و چې پکې پر هغوی د خپلو بهرنیو شتمنیو د نه ښودلو تور لګول شوی و.

سپریم جوډیشل کونسل ته په استول شوو درخواستونو کې پر فایز عیسی تور پورې شوی و چې په لندن کې جایدادونه لري نو هغه دې دا سپیناوی وکړي چې دا یې له کومې کړل او د جایدادونو د اخېستو لپاره یې پیسې له کومې کړې؟

د سپریم جوډیشل کونسل ل۱۰و قاضیانو د جسټس عمر عطا بندیال په مشرۍ کې د یادې قضیې اورېدنه کوله چې له جملې څخه یې اوو قاضیانو ویلي، دا ریفرنس غیرقانوني دی خو درو قاضیانو بیا له دې پرېکړې سره اختلاف کړی دی.

د اکتوبر د ۲۳مې په پرېکړه کې سپریم کورټ ویلي، یواځې د خلکو نه د اورېدلو خبرو په بنیاد د چا پر ضد درخواست یا ریفرېنس نه شي جمع کېدای بلکې د تورونو د ثابتولو لپاره شهادتونه پکار وي د کومو په وړاندې کولو کې چې حکومت پاتې راغلی دی.

د پاکستان د سپریم کورټ وکیل او د پېښور هایکورټ د وکیلانو د اتحادیې (بارکونسل) پخواني جنرل سکرټري امین الرحمان ایډوکیټ د اکتوبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، د پاکستان ستره محکمه که په داسې حالاتو کې خپل قضايي ځواک استعمال کړي او دا رېفرېنس په بشپړ ډول ختم کړي نو د خلکو په زړونو کې به دا شک پیداشي چې ګینې عدالت د خپل جج یا قاضي طرفداري کړې ده. د نوموړي په وینا پکار ده چې د انکم ټیکس ریجنل کمېشنر ته د پلټنو هدایات ورکړل شي.


خو د پاکستان د بشري حقونو د ادارې پخوانی مشر او پښتون سیاست وال افراسیاب خټک وايي، له پیله معلومیدله چې د قاضي عیسی پر ضد درخواست د بدنیتۍ په بنیاد جوړ شوی خو د نوموړي په وینا سپریم کورټ د ایین او قانون له مخې پرېکړه اورولې ده.

د یادونې وړ ده چې د جسټس فایز عیسی پر ضد صدارتي رېفرېنس د یو خبریال عبدالوحید ډوګر لخوا د شکایت په بنیاد ورکړل شوی و.

د اکتوبر د ۲۳مې په پرېکړه کې اوو قاضیانو د قاضي فایز عیسی او د هغه د مېرمنې د پیسو او جایداد د ټیکس یا مالیې معامله د ټېکس يا ماليې راغونډولو فيډرالي ادارې فیډرل بورډ اف رېوېنیو ته لېږلی چې د مالیې کمېشنر دې په دوو میاشتو کې په دې اړه خپله کارروايي مکمله کړي.

XS
SM
MD
LG