د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوهاند محمد ظریف تڼیوال جنازه خوست کې خاورو ته سپارل شوې ده


د مارچ پر ۲۴مه د پوهاند تڼیوال په جنازه کې ګڼو خلکو ګډون وکړ.
د مارچ پر ۲۴مه د پوهاند تڼیوال په جنازه کې ګڼو خلکو ګډون وکړ.

د کابل پوهنتون د ځمکپوهنې په پوهنځي کې د جغرافیې د پخواني استاد پوهاند محمد ظریف تڼیوال جنازه په خوست کې خاورو ته سپارل شوې ده.

د خوست لسګونه اوسېدونکو او د افغانستان د ځینو پوهنتونونو استادانو او فرهنګپالو د مارچ پر ۲۴مه د پوهاند تڼیوال په جنازه کې ګډون وکړ.

نوموړی یوه ورځ مخکې د ۸۲ کلونو په عمر کې مړ شو.

تڼیوال په بېلجییم او نورو اروپايي هېوادونو کې لوړې زده کړې کړې وې او د جغرافیې په څانګه کې یې ۵۲ علمي کتابونه او څېړنیزې مقالې لیکلې او ۳۳ کاله وړاندې یې د پوهاندۍ علمي رتبه ترلاسه کړې وه.

د خوست د شیخ زاید پوهنتون یو استاد اسد الله تڼي د جنازې په غونډه کې مشال راډیو ته وویل چې پوهاند تڼیوال د افغانستان په علمي ډګر کې ځانګړی ځای درلود.

ده وویل، هغه زرګونه شاګردان لرل او علمي کتابونه او مقالې یې د افغانستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې تدرسېږي.

د شیخ زاید پوهنتون یو بل استاد نجیب الله تڼیوال وویل چې هغه د افغانستان له محدودو پوهانو څخه وو چې د جغرافیې په ډګر کې یې خورا اغېزناکې څېړنې کړې دي. "استاد د جغرافیې په برخه کې د څېړنو لپاره د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي، هلته يې تحقیقات او سروې ګانې کړې دي."

د خوست یو لیکوال او خبریال زاهد شاه انګار مشال راډیو ته وویل چې پوهاند تڼیوال فرهنګي شخصیت او د ولایت پر کچ "یو مدبر قومي مشر" هم وو او چې کله به "د قومونو او خېلونو ترمینځ ځینې ستونزې وې، د دا ډول منازعاتو په حل کې يې ډېر نقش لاره او خلکو يې خبرې ته غوږ نیوه او ته يې درناوی درلود."

د افغانستان دننه او بهر ګڼو افغانانو پر ټولنیزو شبکو د پوهاند تڼیوال پر مړینه خواشیني ښوولې ده.

د نوموړي درې کتابونه، د افغانستان عمومي جغرافیه، د افغانستان اقتصادي جغرافیه او د اروپا د لویې وچې جغرافیه، په پښتو او دري ژبو خپاره شوي دي.

پوهاند تڼیوال په پښتو، دري، فرانسوۍ او انګلېسي (انګرېزي) ژبو لیکنې کولې.

XS
SM
MD
LG