د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې (یو اېن رېلیف اېنډ ورکس) لخوا په غزه کې فلسطینیانو ته د مرستو ورکولو لړۍ پيل شوې ده.
رویټرز خبري اژانس وايي چې د غزې په خان یونس کې ګڼ فلسطینیان د جنورۍ پر ۲۱مه د یادې ادارې د مرکز مخې ته د مرستو ترلاسه کولو لپاره په قطارونو کې ولاړ ول.
دا راز د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي دي چې په مرستو بار ۹۱۵ ټرکونه د جنورۍ پر ۲۰مه غزې ته داخل شوي دي.
بلخوا د اسراییلي چارواکو په وینا، د جنورۍ پر ۲۰مه یې ۹۰ فلسطیني بندیان، چې ټول یې ښځې او ماشومان دي، خوشې کړي دي. د اسراییلو حکومت دا ګام وروسته له هغه پورته کړ چې د اروپا او امریکا لخوا ترهګرې اعلان شوې حماس ډلې د جنورۍ پر ۱۹مه درې اسراییلي یرغمل کسان خوشې کړل.
په دې تبادلې سره، په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمينځ اوربند هم عملي شو. د څو میاشتو تر مذاکراتو وروسته د جنورۍ پر ۱۵مه د اوربند او د یرغملیانو پر تبادلې موافقه وشوه.