د اسراييل چارواکو اعلان کړی چې د جنورۍ پر ۲۰مه يې ۹۰ فلسطیني بندیان، چې ټول يې ښځې او ماشومان دي، خوشې کړي دي.
د اسراييلو حکومت دا کار تر هغه وروسته کړی چې د اروپا او امريکا ترهګر اعلان شوي حماس، د جنورۍ پر ۱۹مه، ۳ اسراییلي یرغمل کسان خوشې کړل. په دې تبادلې سره، په غزه کې د اسراييل او حماس ترمنځ اوربند هم عملي شوی دی.
د څو مياشتو تر مذاکراتو وروسته د جنورۍ پر ۱۵مه د اوربند او د یرغمالیانو پر تبادلې موافقه وشوه. دا د غزې د ۱۵ میاشتنۍ شخړې د پای ته رسولو په لړ کې له ګڼو اقداماتو څخه لومړۍ ګام دی.
حماس وسلوالو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې له ۱۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او له ۲۰۰ زیات یې يرغمل کړل. تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د هغه ځای د صحت ادارې له مخې پکې له ۴۶،۰۰۰ زيات فلسطينيان وژل شوي، لسګونه زره کسان بې کوره شوي او ګڼې سیمې ويجاړې شوې دي. په جګړې کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم وژل شوي دي.