خورخې مریو برګوګلیو نوی پوپ غوره شو
د نړۍ کېتولیکو عیسوی پادریانو د ارجنټاین خورخې مریو برګوګلیو نوی پوپ غوره کړ. بیرګوګلیو د ځان لپاره د( فرانسیس- لومړی) نوم غوره کړې دی. د برګوګلیو ټاکل کیدل د فرانسوي پادري جین لویس تاوران له خوا په لاتینې ژبه اعلان شول: “زه تاسو ته د خوښۍ یو اعلان کوم او هغه دا چې موږ اوس پوپ لرو.” د کلیسا په دوه زره کلن تاریخ کې فرانسیس دوه سوه شپږشپیتم پوپ دی. شپږ اویا کلن فرانسیس، د ارجنټاین د کلیسا د عصري کیدو له امله چې په لاتینه امریکا کې له محافظه کارو کلیساوو څخه پیژندل کیږي.