د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د پولیو پر وړاندې څلور ورځنی واکسیني کیمپېن پیل شوی دی.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په بیان کې ویلي دي چې د نومبر له ۲۴مې څخه په پیل شوي کیمپېن کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکو شاوخوا اووه مېلیونه ماشومانو ته څاڅکي ورکوي.
د بیان له مخې، د ګوزڼ واکسیني ډلې به د کیمپېن پر مهال په ځانګړو سیمو کې موجودې وي او میندې، پلرونه او د کورنیو مشران دې خپل ټول ماشومان واکسینولو ته بوځي.
"له پولیو څخه پاک افغانستان" بنسټ د نومبر پر ۲۳مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي، کیمپېن په کابل، کندوز، بلخ، هرات، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، اوروزګان، کندهار، هېلمند او فراه ولایتونو کې ترسره کېږي.
په افغانستان کې ډېری کورنۍ د طالبانو له حکومته غواړي چې کیمپېن دې د پخوا په څېر کور په کور وکړي چې ماشومان له څاڅکو بې برخې پاتې نه شي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې تېر کال ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي ول.
وغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري نو ځکه دا اړینه ده چې میندې او پلرونه د هر کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي.