د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي، په خیبر پښتونخوا کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی.
هغې ادارې د اپرېل پر ۲۳مه پر خپله ووبپاڼه په بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټېټیوټ یا اېن ای اېچ) د خیبر پښتونخوا په تورغر ضلع کې د ماشوم د وینې په نمونه کې د پولیو وایرس تایید کړی دی او دا سږ کال په هغه صوبه کې د ګوزڼ دویمه پېښه ده.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د اپرېل له ۲۱مې څخه د پولیو اووه ورځنی واکسیني کیمپېن روان دی او ادارې پر میندو او پلرونو ټینګار کړی دی چې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکو ټولو ماشومانو ته څاڅکي ورکړي.
اداره زیاتوي چې د کیمپېن پر مهال ۴۵.۴ مېلیونه ماشومان واکسینوي.
له پاکستان سره هممهاله په ګاونډي هېواد افغانستان کې هم د پولیو کیمپېن روان دی.
په خیبر پښتونخوا کې د پولیو تازه پېښه پر داسې مهال ثبت شوې چې د اپرېل پر ۲۳مه د بلوچستان په مستونګ کې د ګوزڼ د واکسیني ډلې پر ساتونکو په برید کې د لېویز ځواک دوه سرتېري ووژل شول. ضلعي انتظامیې تر هغې پېښې وروسته په سیمه کې د پولیو کیمپېن ځنډولی دی.
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي، سږ کال یې په پاکستان کې د ګوزڼ اووه پېښې ثبت کړې دي چې ورڅخه یې څلور ماشومان د سیند، دوه د خیبر پښتونخوا او یو د پنجاب اوسېدونکی وو.
تر دې مخکې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو ټولې ۷۴ پېښې ثبت شوې وې. تېر کال په پاکستان کې د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې. په هغه هېواد کې په ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.
د طالبانو حکومت په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې د پولیو هېڅ مثبته پېښه نه وه تایید کړې، خو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، تېر کال په هغه هېواد کې ۲۵ ماشومان ګوزڼ وهلي ول. له هغو څخه یې زياتره د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي.
په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.