د خیبر پښتونخوا د سوات پولیسو ویلي دي چې د هغې ضلعې په کبل تحصیل کې یوه نجلۍ د خپلې خوښې واده کولو په سر وژل شوې ده.
د سوات د پولیسو ویاند معین فیاض د اپرېل پر شپږمه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د نجلۍ د وژنې په تړاو یې د هغې پلار او دوه وروڼه نیولي دي.
د کبل د شاه ډېرۍ تاڼېدار ګوهر علي د اپرېل پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې کله د نجلۍ د مرګ خبر خپور شو نو کورنۍ یې وویل چې هغه "ناڅاپه" مړه شوه. دی وايي، پولیس شکمن شول او چې پلټنې یې وکړې نو معلومه شوه چې پلار او وروڼو یې ورته "زهر ورکړي" ول.
دی وايي، هغې نجلۍ یوه میاشت مخکې په خپله خوښه واده کړی وو خو یوې ځايي جرګې مور او پلار ته وسپارله.
علي زیاتوي چې پولیسو پر درېواړه ګرفتارو کسانو "د ناموس په نوم د وژنې" تور پر اساس مقدمه دایره کړې ده.
په خیبر پښتونخوا کې تر دې مخکې هم يوشمېر ښځې د غيرت په نوم وژل شوي دي. د اپرېل پر پینځمه په مانسهره کې څلور کسان د یوې ښځې خسرګنۍ ته ورغلل او هغه او ۱۶ میاشتنۍ لور یې وویشته.
پولیس وايي، هغې ښځې هم په خپله خوښه واده کړی وو او یو خپلوان یې وژلې ده.
د دوامداره ټولنیز پرمختګ په نوم د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکي ناحکومتي سازمان د روان ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر ۲۸مه په خپل راپور کې ویلي دي چې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې پر ښځو د تشدد ۳۲،۶۱۷ پېښې ثبت شوې وې.
په هغه راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۴ز کال کې په ټول هیواد کې ۵۴۷ ښځې د ناموس په نوم وژل شوې وې چې ورڅخه یې ۱۳۴ د خیبر پښتونخوا اوسېدونکې وې.
په پاکستان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او خوندیتوب لپاره قوانین شته چې پکې پر ښځو د تېزاب اچونې، کورني تاوتریخوالي، ځورونو او د ناموس په نوم د وژنو په څېر جرمونو لپاره سختې سزاګانې بیان شوې دي، خو د بشري حقونو فعالان وايي چې پر دې قوانينو عمل نه کېږي.
د ۲۰۲۵ز کال د مارچ پر اتمه هم د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د پاکستان په سېنېټ کې په وړاندې کړل شوي يو قرارداد کې غوښتنه شوې وه چې حکومت دې د ناموس په نوم د وژنو مخنیوي لپاره اقدامات وکړي او ښځو ته دې د ژوند په ټولو برخو کې د سړیو برابر حقونه ورکړي.