د پاکستان او د سري لنکا د کرکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو (۵۰ اووره) سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ هغه کې یو بل ته مخامخېږي.
ټاکل شوې چې د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د نومبر ۱۱مې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر دوه نیمو او د کابل پر دوو بجو پیل شي.
تر دې وروسته دوه نورې سیالۍ د نومبر پر ۱۳مه او ۱۵مه د راولپېنډۍ په لوبغالي کې کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې روانه میاشت پاکستان له جنوبي افریقا څخه د درو یو ورځنیو سیالیو او تر دې مخکې یې ورڅخه د درو ۲۰ اووره سیالیو لوبلړۍ وګټلې.