د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي د طالبانو له حکومتي سرتېرو سره يې نښتو کې ۱۲ پوځيان وژل شوي، ۲۷ ژوبل دي

د پاکستان پوځ مشر جنرال احمد شريف چودري په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه
د پاکستان پوځ مشر جنرال احمد شريف چودري په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان پوځ وايي د فبرورۍ ۲۶مې له شپې راهيسې يې پر افغانستان د واکمنو طالبانو د سرتېرو په بريدونو کې ۱۲ پوځيان وژل شوي او ۲۷ نور ژوبل شوي دي.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر مشر لېفټېننټ جنرال احمد شريف چودري د فبرورۍ پر ۲۷مه په راولپېنډۍ کې د خبري غونډې پر مهال دعوه وکړه چې په ځوابي عملياتو کې يې د طالبانو د حکومت ۲۷۴ سرتېري وژلي او له ۴۰۰ زيات يې ژوبل کړي دي.

نوموړي زياته کړه چې پوځ يې په کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا ،ننګرهار او خوست کې پر ۲۲ ځایونه ځانګړي اهداف په نخښه کړل.

د چودري په وينا، طالبانو د فبرورۍ پر ۲۶مه شپې مهال د پاکستان په ۱۵ سېکټرونو کې پر ۵۳ ځایونو بريدونه وکړل چې د هغه په وینا، د پاکستان پوځ پر شا وتمبول.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت په یو بیان کې دعوه وکړه چې د فبرورۍ پر ۲۶مه ماخوستن شاوخوا اته بجې يې د پاکستان پوځ خلاف د "غچ" عمليات پيل کړل چې په نتيجه کې يې ۵۵ پاکستاني سرتېري وژلي دي.

بيان زياتوي چې د نښتو پر مهال د طالبانو اته سرتېري وژل شوي او ۱۱ ژوبل دي.

مشال راډيو په خپلواک ډول د دواړو لوريو د دعوو پخلی نه شي کولای.

دا تر هغه وروسته ده د پاکستان جنګي الوتکو د فبرورۍ پر ۲۱مه او ۲۲ مه شپې مهال د افغانستان پر ننګرهار او پکتيکا بمبارۍ کړې وې.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت د فبرورۍ پر ۲۲مه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي وو چې "پاکستاني پوځي رژیم" د ننگرهار او پکتیکا ولایتونو د "یوې دیني مدرسې او ګڼو ملکي کورونو" په ګډون په "څو ملکي سیمو" بمبارۍ کړې دي چې پکې "د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه بېگناه ملکي" وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

وزارت زياته کړې وه چې دا کار د افغانستان د "ملي حریم ښکاره نقض" او "د نړیوالو قوانینو، د ګاونډیتوب اصولو او اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه" ده.

هغه وخت د طالبانو حکومت اعلان کړی وو چې د دغو بريدونو "غچ" به اخلي.

خو بلخوا د پاکستان حکومت ويلي وو چې په افغانستان کې یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې مرکزونه په نخښه کړي دي.

په عين حال کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر (یوناما) د فبرورۍ پر ۲۳مه په خپاره کړي بيان کې ويلي وو چې د دوی پلټنو ښوولې چې د ننګرهار په بهسودو او خوګياڼو کې د پاکستان په بمباریو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي او اووه ژوبل شوي دي.

د پاکستان او طالبانو حکومت ترمينځ ترينګلتيا

د پاکستان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې په بیا بیا پر طالبانو تور پورې کړی دی چې هلته یې اسلام اباد مخالفه وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي چې په پاکستان کې حملې کوي.

د فبرورۍ پر ۱۹مه هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په بیان کې ویلي ول چې د طالبانو حکومت ته یې په "واضحو ټکو" ويلي دي چې که پاکستان د خپلې خاورې، سرتېرو او ولسي وګړو د خونديتوب په خاطر هر ځای د "فتنة الخوارج" وسلوال وموندل، نو د ختمولو لپاره یې د ځوابي اقدام حق لري.

د طالبانو حکومت د پاکستان د هغه بیان په اړه څه نه ول ويلي خو مخکې یې تل د اسلام اباد دا ډول تورونه رد کړي او زياته کړې يې ده چې د ټي ټي پي او نورو ډلو وسلوال په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې دننه فعالیت کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر پر درېیمه په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، له پاکستان سره ښه اړیکي غواړي خو په وینا یې، اسلام اباد "داسې غوښتنې" لري چې پوره کول یې ممکن نه دي.

د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه ګانډي هیواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

د پاکستان او طالبانو پخوانۍ نښتې او بریدونه

د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمينځ اړیکې تر هغه وروسته ډېرې خرابې شوې چې د ۲۰۲۵ز کال د اکتوبر پر نهمه ماخوستن مهال پاکستان پر کابل او پکتيکا هوايي بريدونه وکړل.

تر هغه وروسته لومړی د اکتوبر پر ۱۱مه او ۱۲مه او وروسته د اکتوبر پر ۱۴مه او ۱۵مه د پاکستانيو سرتېرو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمينځ جګړې وشوې چې دواړو خواوو ته يې مرګژوبله واړوله.

د اکتوبر پر ۱۵مه ماښام شپږ بجې د افغان طالبانو حکومت او پاکستان ترمينځ ۴۸ ساعته اوربند وشو.

وروسته د دواړو لوريو ترمينځ يو ځل په قطر او دوه ځلې په ترکيه کې د سولې او اوربند په اړه خبرې وشوې، خو لا هم کومه دایمي پرېکړه يا موافقه نه ده شوې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د روان کال د فبرورۍ پر اتمه په بیان کې وویل چې د ۲۰۲۵ کال له اکتوبره تر ډېسېمبر پورې د پاکستان په حملو او له طالبانو سره په نښتو کې ۷۰ افغان ولسي وګړي وژل شوي او ۴۷۸ ژوبل شوي دي.

د هغو نښتو او تاوتریخوالي له وجې د دواړو هېوادونو ترمینځ ټولې لارې د سوداګرۍ او خلکو تګ راتګ پر مخ هم تړل شوې دی.

په پاکستان کې د قبایلي ضلعو ولسي مشرانو، سوداګرو، ټرانسپورټرانو او سیاستوالانو په بیا بیا د لارو بیاپرانیستو او تجارت بحالۍ غوښتې هم کړې دي. د پاکستان حکومت د تورخم او چمن پر لارو یوازې افغان کډوالو ته هېواد ته د ستنېدو اجازه ورکوي.

XS
SM
MD
LG