د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي د طالبانو له حکومت سره د اوربند دوام ته خوشبینه نه دي


په افغانستان کې یو طالب سرتېری غلام خان بندر ته نږدې په یوه پوسته کې پیره ورکوي - د اکتوبر ۲۰مې انځور
په افغانستان کې یو طالب سرتېری غلام خان بندر ته نږدې په یوه پوسته کې پیره ورکوي - د اکتوبر ۲۰مې انځور

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د اوربند دوام ته ډېرې هیلې نه لري ځکه چې د دوی په وینا د افغانستان له خاورې پر دوی د ترهګرۍ بریدونه دوام لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند طاهر اندرابي د نومبر پر ۲۸مه په اسلام اباد کې په اوونیزه خبري غونډه کې وویل، اوربند په دې موخه ترسره شوی وو چې د افغانستان له خاورې د ترهګریزو بریدونو مخنیوی وشي خو هغه هدف نه دی ترلاسه شوی.

نوموړي وویل، "له اوربند وروسته ډېر بریدونه وشول نو د دې مانا دا ده چې اوربند نه دی ټینګ شوی. د اوربند مقصد دا وو چې په پاکستان کې دننه د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسلوالو ډلو د بریدونو مخه ونیول شي. نو که افغان وګړي په اسلام اباد او نورو ځایونو کې بریدونه کوي نو بیا موږ د اوربند په اړه ډېر خوشبینه نه شو پاتې کېدای."

د نوموړي په وینا په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د دوی اوربند هغسې دودیزه یا روایتي اوربند بڼه نه لرله لکه د دوو په جنګ کې د ښکېلو هېوادونو ترمینځ چې وي.

طاهر اندرابي دا څرګندونې د یوې خبریالې د هغې پوښتنې په ځواب کې کولې چې ترېنه یې وپوښتل، ایا د افغان طالبانو د حکومت او د دوی ترمینځ اوربند اوس هم په خپل حال دی او کنه؟

تر دې وړاندې د نومبر د ۲۴مې او ۲۵مې په منځنۍ شپه د افغانستان پر درو ولایتونو خوست، کونړ او پکتیکا په بمبارۍ کې د ۹ ماشومانو په ګډون تر لسو ډېر کسان ووژل شول.

د طالبانو حکومت هغه بمباري د پاکستان کار وباله او ویې ویل چې په مناسب وخت کې به مناسب ځواب ورکړي خو پاکستان وویل چې دوی بمباري نه ده کړې.

خو اوس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي زیاته کړه چې هېواد یې هر ډول امنیتي چېلنجونو ځواب ویلو ته اماده دی.

اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت په وار وار تور پورې کړی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یې نورو وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او ورڅخه یې د ټي ټي پي د وسلوالو د ورسپارلو غوښتنه هم کړې ده.

خو د طالبانو حکومت وایی چې د پاکستان په شمول هيڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري، او نه هم د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پرضد کارول کېږي. خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

XS
SM
MD
LG