د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د جوړېډو د ورځې په مناسبت لمانځغونډې شوي خو ځینو سیمو کې "توره ورځ" لمانځل شوې


په چمن کې د اګست ۱۴مې لاریونوالو په لاسونو کې تور بیرغونه نیولي ول.
په چمن کې د اګست ۱۴مې لاریونوالو په لاسونو کې تور بیرغونه نیولي ول.

په داسې حال کې چې د اګست پر ۱۴مه په پاکستان کې د هېواد جوړېدو ۷۷مه کلیزه لمانځل شوې، د شمالي وزیرستان د اتمانزیو جرګې کاربندیز کړی او ویلي یې دي چې دا د "تورې ورځې" په توګه تېروي او د جنوبي وزیرستان د انګور اډې مشرانو د اګست ۱۴مې په مناسبت له غونډو پرېکون کړی دی.

پاکستان د ۱۹۴۷ز کال د اګست په نیمايي کې د برتانیا واکمنۍ ختمېدو او د هند نیمه وچې د وېش په نتیجه کې جوړ شوی وو او په دې لړ کې د اګست پر ۱۴مه د هېواد په مختلفو برخو کې دولتي او غیرسرکاري غونډې وشوې.

د اتمانزیو جرګې مشرانو د اګست پر ۱۳مه په ميرلي کې د امن پاڅون ګډونوالو ته وويل چې د دوی پر بيا بيا غوښتنو سربېره هم حکومت ورسره د امن پر ځای کولو ژمنه نه ده پوره کړې.

د شمالي وزيرستان په ميرلي کې له تېرو یوشمېر ورځو راهيسې تر هغې وروسته احتجاجي غونډې روانې دي چې د میرلي په موسکي او حسوخېلو کې د اګست پر ۱۱مه د وسلوالو او پاکستاني پوځ ترمینځ په نښته کې د یو پوځي مېجر په ګډون څلور سرتيري ټپي شول.

د موسکي او حسوخېلو اوسېدونکو د اګست پر اتمه مشال راډیو ته ويلي ول چې وسلوالو د امنیتي ځواکونو د کاروانونو مخنیوي لپاره عمومي سړک کیندلی وو چې تر هغې وروسته پوځ ځايي ملکانو ته اطلاع ورکړه چې خلک دې کورونه خالي کړي.

په میرلي کې د شمالي وزیرستان مشرانو د اګست پر نهمه د سیمې پر امنیتي وضعیت جرګه وکړه.
په میرلي کې د شمالي وزیرستان مشرانو د اګست پر نهمه د سیمې پر امنیتي وضعیت جرګه وکړه.

البته وروسته د میرلي ضلعي انتظامیې تحصیلدار غني الرحمان وزیر مشال راډیو ته وویل چې د هغو قبیلو له مشرانو سره یې لیدلي او ډاډ یې ورکړی چې کورونه دې نه خالي کوي.

په شمالي وزیرستان کې انتظامي او امنیتي چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د سیمې امنیت ته ژمن دي.

دوی وویل چې د وسلوالو پرضد یې کاروایۍ زیاتې کړې دي او ولس ته د هغوی د ځان او مال ساتنې پوره ډاډ ورکوي.تر دې مخکې هم د پاکستان حکومت او پوځ په بیا بیا ویلي چې په سیمه کې د امن پر ځای کولو لپاره يې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د اګست ۱۴مې لمانځنې او د وزیراعظم څرګندونې

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په مختلفو سیمو کې د هېواد د جوړېدو ۷۷مې کلیزې په مناسبت غونډې شوې دي.

د اګست پر ۱۴مه نیمه شپه د سیند او پنجاب حکومتونو په کراچۍ کې د هېواد د جوړېدو کلیزې په مناسبت د پاکستان بنسټګر محمد علي جناح له مزار او لاهور کې د پاکستان له مینار سره نېږدې اورلوبې وکړې. د اګست ۱۴مې پر سهار حکومت د جناح پر مزار د پاکستان بیرغ هسک کړ او امنیتي سرتېرو هلته مارچ (مارش) وکړ.

د اګست ۱۴مې له پیلېدو سره سم، نیمه شپه د پاکستان بنسټګر محمد علي جناح له مزار سره نېږدې اورلوبه وشوه.
د اګست ۱۴مې له پیلېدو سره سم، نیمه شپه د پاکستان بنسټګر محمد علي جناح له مزار سره نېږدې اورلوبه وشوه.

د پاکستان دولتي خبري اژانس وايي چې وزیراعظم شهباز شریف ولس، په ځانګړي ډول ځوانانو، ته په پیغام کې ویلي دي چې د هېواد د "سوکالۍ، سولې او ثبات" په برخه کې دې د "حکومتي هڅو ملاتړ" وکړي.

اژانس د نوموړي له خولې لیکلي، "بدبختانه دښمن د برېښنايي یا ډېجېټل ترهګرۍ" په کارولو "د هېواد د پرمختیا سفر سبوتاژ کولو" هڅې کوي.

د پاکستان وزیراعظم دا نه ده روښانه کړې چې کوم دښمن د هېواد پرمختیا مخې ډب کولو هڅه کوي خو د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف د جولای پر ۲۲مه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې دعوه کړې وه چې ځینې کسان په هېواد کې پر ټولنیزو شبکو وېره خپروي او دې ته یې د "برېښنايي ترهګرۍ (ډېجېټل ټېررېزم)" اصطلاح وکاروله.

هغه ویلي ول چې د پاکستان ايين هر وګړي ته د بیان ازادۍ حق ورکوي، خو د "ډېجېټل ترهګرۍ" کولو ازادي نه شته.

هغه تور پورې کړ چې که هر څوک پر انټرنېټ د امنيتي ځواکونو پر ضد خلک پاروي او په ولس کې وېره خپروي، هغه "ترهګر" دی چې د قانون له لارې کنټرولېدای شي.

خو د پاکستان د بشري حقونو کمېشن وویل چې حکومت دې معلوماتو ته په لاسرسي کې ولس ته ستونزې نه جوړوي او په ایین کې دې یاد شوي حقونه ورکړي.

له کمېشن پرته د بشري حقونو نورو ډلو او فعالانو هم اندېښنه ښوولې چې حکومت د برېښنايي ترهګرۍ په نوم د بیان پر ازادۍ محدودیتونه پراخول غواړي.

د "برېښنايي ترهګرۍ" اصلاح لومړی د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر کارولې وه. هغه په مې میاشت کې ویلي ول چې "ډېجېټل ترهګر" د "درواغو، ناسمو خبرونو او پروپیګنډې" له لارې د پوځ او ولس ترمینځ واټن زیاتوي.

سوات کې د اګست ۱۴مې په مناسبت د "سولې لاریون" شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:53 0:00

په همدې حال کې د سوات په چارباغ کې ګڼو ځايي وګړو، سیاستوالانو او مدني فعالانو د اګست ۱۴مې په مناسبت د "سولې ورځ" لمانځلې او لاریون یې کړی دی.

د لاریون ګډونوالو په لاسونو کې د سولې سپین بیرغونه نیول ول او ویل یې چې د امنیت ټینګښت او د ولس د ځان او مال ساتنې ذمه واري د ریاست ده.

د لاریون یو ګډونوال ثواب خان مشال راډیو ته وویل چې د سوات ولس نور پوځي عملیات نه مني او امن غواړي. "موږ پر دې مهمه ورځ نړۍ او په ځانګړې توګه په پاکستان کې بېلا بېلو ادارو ته دا پیغام ورکوو چې موږ نور هېڅ عملیات نه منو. دلته ترهګر نه شته، دا ډېر پرامنه خلک دی. له موږ سره د مختلفو مذهبونو خلکو وخت تېر کړی دی او هغوی په امن کې پاتې شوي دي. موږ پرامنه خلک یو، موږ په امن کې پاتی کړئ نو موږ به ډېر خوشاله یو. "

دا په داسې حال کې ده چې وفاقي حکومت د جون پر ۲۲مه د "عزم استحکام" په نوم د پوځي عملیاتو اعلان وکړ.

پوځ دريځ لري چې د ناامنۍ ختمولو لپاره هغه عملیات اړین دی خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د هغو عملیاتو ضد احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ورسره راغلی.

د چمن، خیبر او جنوبي وزیرستان احتجاجونه

په همدې حال کې د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې ځايي خلکو، پنډیانو او سوداګرو د کندهار له سپین بولدک سره د سفري اسانتیاوو لپاره لاریون کړی دی.

د اګست ۱۴مې د لاریون ګډونوالو په لاسونو کې تور بیرغونه نیولي ول، د چمن د انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) تر دفتره ورغلل او هلته یې خپلې غوښتنې تکرار کړې.

د لاریون مشران وايي چې حکومت د کندهار له سپین بولدک سره بې له سفري اسنادو د خلکو تګ راتګ له ژمنې په شا شوی دی.

په چمن کې نهه میاشتنۍ احتجاجي ناسته د جولای پر ۲۱مه تر هغې وروسته ختمه شوه چې د پرلت غړو او مشرانو وویل چې حکومتي مذاکراتي پلاوي ورسره د پخوا په څېر په شناختي کارډ او تذکرو د تګ راتګ، د نیول شویو احتجاجیانو خوشې کولو او پرضد یې د مقدمو ختمولو غوښتنې ومنلې.

په چمن کې ځايي ولس او سوداګرو د سفري اسنادو شرط ختمولو لپاره د اګست پر ۱۳مه يو ځل بيا احتجاجي پرلت وواهه.

د پاکستان وفاقي او د بلوچستان صوبايي حکومتونو لا په چمن کې د نوې احتجاجي ناستې په غبرګون کې څه نه دي ويلي.

خو د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا الله لانګو د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته ویلي ول چې خپلې ژمنې یې پوره کړې دي او پنډیان بې له سفري اسنادو له سپین بولدک سره تګ راتګ کولای شي.

اخوا د خیبر د تیرا له راجګله په ۲۰۱۳ز کال کې د پوځي عملیاتو پر مهال بې کوره شویو خلکو هم اعلان کړی دی چې د پاکستان د خپلواکۍ ورځ د "تورې ورځې" په توګه تېروي.

د راجګل د کډوالو کمېټۍ مشر نصير کوکيخېل د اګست پر ۱۳مه مشال راډیو ته وويل چې د دې پرېکړې لامل دا دی چې پوځ او حکومت یې خپلو کلیو او کورونو ته ستنېدو ته نه پرېږدي.

نوموړي زياته کړه چې د خپلې دې غوښتنې د هواري لپاره يې په جمرود کې پرلت هم وهلی چې خپلې سیمې ته د ټولو کډوالو تر ستنېدو او هلته د بیاابادۍ کارونو تر پیلېدو ورته دوام ورکوي.

د کوکيخېل په خبره، چې کم شمېر بې کوره خلک خپلو کلیو ته ستانه شوي، او په زرګونو نور پاتې دي.

د پېښور کمېشنر ریاض مسید او د خيبر انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ثنا الله خان د اګست پر ۱۳مه په جمرود کې د کډوالو له کمېټۍ سره مذاکرات وکړل خو بې نتيجې پای ته ورسېدل.

البت د خیبر انتظامي چارواکو تر دې مخکې ويلي ول چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په پړاوونو کې د تیرا د راجګل سلګونه کورنۍ خپلو کلیو ته ستنې کړې دي او نورې به هم د امن تر بحالۍ وروسته ستنې کړي. په وروستي ځل په جون کې لسګونه کورنۍ خپلو مېنو ته ستنې شوې.

په ۲۰۱۳ز کال کې په راجګل کې د عملیاتو له وجې څه باندې ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بې کوره شوې وې او په جمرود کې له خپلوانو یا په خامو (کچه) کورونو کې دېره شوې وې.

هلته د کوز جنوبي وزيرستان د انګور اډې سیمې مشران هم وايي چې د اګست پر ۱۴مه د پاکستان د جوړېدو ورځې په مناسبت له غونډو پرېکون کوي.

د انګور اډې مشرانو د اګست پر ۱۳مه د يوې احتجاجي غونډې پر مهال وويل چې دا پرېکړه ځکه کوي چې حکومتي چارواکو یې لا هم د پرلت غوښتنې نه دې منلي.

د پرلتوالو يو مشر دين محمد مشال راډيو ته وويل چې د احتجاج په توګه پر خپلو کورونو او ګاډو "تور بېرغونه" لګوي. "موږ له پاکستان سره ۱۴م اګست نه لمانځو. موږ د پاکستان خلاف نه يو او نه يې د جنډې (بيرغ) خلاف يو. خو موږ ته حکومت سهوليات نه دي راکړي او موږ په توره شپه کې يو. زموږ د پرلت ۱۰ مياشتې کېږي خو حکومت مو غږ نه اوري او مذاکراتو ته نه رادرومي."

په انګور اډه کې ځايي ولس او کاروباريانو د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له ۱۲مې راهیسې پرلت ته دوام ورکوي. هغوی له افغانستان سره له سفري اسنادو پرته د تګ راتګ تر څنګ د ژوند د يوشمېر نورو بنيادي اسانتياوو غوښتنه کوي.

د کوز جنوبي وزيرستان انتظامي مشر (ډېپپټی کمېشنر) محمد ناصر خان په بیا بیا مشال راډیو ته ويلي چې د پاکستان وفاقي حکومت له افغانستان سره پر لارو باندې د خلکو د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کړی دی، البته د هغه په وينا، ضلعي انتظامیې د انګور اډې ولس ته د ژوند د بنيادي اسانتياوو ورکولو لپاره بېلابېل ګامونه پورته کړي دي.

XS
SM
MD
LG