د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د درې اړخیزه کرکټ لوبلړۍ سیالۍ کې زېمبابوې ته ماتې ورکړه


د پاکستان لوبغاړی د زېمبابوې پر وړاندې بیټېنګ کوي - انځور له ارشیفه.
د پاکستان لوبغاړی د زېمبابوې پر وړاندې بیټېنګ کوي - انځور له ارشیفه.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اووره درې اړخیزه لوبلړۍ په سیالۍ کې زېمبابوې ته په ۶۹ منډو ماتې ورکړه.

د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د نومبر ۲۳مې د سیالۍ پچه پاکستان وګټله او لومړی یې توپوهنه (بیټېنګ) غوره کړه.

د پاکستان لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په زیان ۱۹۵ منډې وکړې. بابر اعظم ۷۴، صاحبزاده فرحان ۶۳ او فخر زمان ۲۷ منډې وکړې.

د زېمبابوې سکندر رضا دوه او رېچرډ اېنګاراوا او بریډ ایوانز یوه، یوه وېکټه واخیسته.

په ځواب کې د زېمبابوې لوبډله په ۱۹ اوورونو کې په ۱۲۶ منډو وسوځېده. د زېمبابوې راین برل ۶۷ او سکندر رضا ۲۳ منډې وکړې.

د پاکستان عثمان طارق څلور، محمد نواز دوه او محمد وسیم جونییر یوه وېکټه واخیسته.

په دې لوبلړۍ کې کوربه پاکستان تر اوسه خپلې درېواړه سیالۍ ګټلې دي، زېمبابوې له درو څخه یوه ګټلې او سري لنکا خپلې دواړه سیالۍ بایللې دي.

د نومبر پر ۲۵مه بله سیالي د سري لنکا او زېمبابوې ترمینځ کېږي.

د ۲۰ اووره کرکټ درې اخیزه لوبلړۍ سیالۍ د نومبر پر ۱۸مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د نومبر پر ۲۹مه وشي.

ټاکل شوې وه چې په هغو سیالیو کې د کوربه پاکستان او سري لنکا ترڅنګ د افغانستان کرکټ لوبډلې هم برخه اخیستې وای.

خو افغان کرکټ بورډ په اکتوبر کې په پکتیکا کې د پاکستانیو ځواکونو په برید کې د "کرکټ د درې ځوانو لوبغاړو" تر وژنې وروسته په هغو درې اړخیزه سیالیو کې د ګډون پلان لغوه کړی وو.

تر دې وروسته د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د افغانستان پر ځای به زېمبابوې په سیالیو کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG