د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ او پوليسو په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ۱۵ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کړې دي


د پاکستان يو پوځي په شمالي وزيرستان کې د يو جومات په نړېدلې ميناره کې ولاړ دی ـ انځور له ارشيفه
د پاکستان يو پوځي په شمالي وزيرستان کې د يو جومات په نړېدلې ميناره کې ولاړ دی ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان پوځ او پوليسو د خيبر پښتونخوا په بنو او د بلوچستان په پښين کې په جلا، جلا عملياتو کې د ۱۵ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کړې دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اپرېل پر ۲۵مه په بیان کې ویلي چې امنیتي سرتېرو په بنو کې د اپرېل د ۲۳مې او ۲۴مې ترمينځ شپې مهال د "استخباراتي معلوماتو پر اساس" د عملیاتو او "سختو نښتو" پر مهال شپږ وسلوال ووژل او څلور نور يې ژوبل کړل.

ای اېس پي ار په عملياتو او نښتو کې امنيتي سرتېرو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

د پاکستان پوځ په هغو پېښو کې وژل شوي ټول کسان "خوارج" بللي دي. پوځ دا اصطلاح اکثر د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې ته کاروي خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول.

ټي ټي پي یا کومې بلې ډلې هم د پوځ د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پوځ دعوه نه شي تاییدولای.

بلخوا د بلوچستان په پښين کې د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) ويلي دي چې د اپرېل پر ۲۵مه يې د هغې ضلعې په خاني بابا سيمه کې د عملياتو پر مهال نهه وسلوال ووژل.

سي ټي ډي په خپاره کړي بيان کې دعوه کړې ده چې وژل شوي کسان "د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ ول."

بيان کې دا نه دي راغلي چې وژل شوي وسلوال څوک ول يا يې له کومې ډلې سره تړاو درلود.

تر اوسه هېڅ وسلوالې ډلې د پوليسو د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پوليسو دعوه نه شي تاییدولای.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.

د رپورټ په وینا، د تاوتریخوالي تر ټولو زیاتې پېښې په خیبر پښتونخوا، قبایلي ضلعو او بلوچستان کې وشوې.

د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.

رپورټ زیاتوي چې سږنی مارچ په تېره لسیزه کې د سرتېرو د مرګژوبلې له پلوه دویمه تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

XS
SM
MD
LG